Advertisements
سپورټ فوټبال

فوټبال: د اروپا تر ټولو ستر لیګ پیل سو!

ليکنه: صابرحميدي

د اروپا د اتلانو لیګ(چمپېنزلیګ) ۶۵م پړاو تېره شپه په خورا جذابو لوبو سره راپیل سو.

په دې ټورنمنټ کي ۳۲ لوبډلي ګډونوالي دي، چي یادي ۳۲ لوبډلي په ۸ ګروپونو ویشل سوي.

په هر ګروپ کي ۴ لوبډلي دي، چي یادي لوبډلي لومړی په ګروپ کي د تګ او راتګ په ډول سره لوبیږي او بیا وروسته د هر ګروپ څخه دوه مخکښ ټیمونه دوهم پړاو ته لاره پیداکوي.

د دې ټورنمنټ ۸ لوبي تېره شپه او ۸ لوبي بیا نن چهارشنبه ترسره کیږي، چي پرون د یادو لوبو له ډلي ناپولي د یاد لیګ د تېر پړاو اتلي لوبډلي لیورپول ته ۲ ګولونه پر ۰ ماته ورکړه او بارسلونا بیا د دورتمند سره لوبه صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول پای ته ورسوله.

نن چهارشنبه بیا د ۸ لوبو له مهمو سیالیو څخه پي ایس جي د ریال ماډریډ سره او اتلاتیک ماډریډ بیا د جیونټوس سره لوبیږي.

دا دواړي لوبي د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پېلیږي.

په دې ټورنمنټ کي د ګډونوالو ۳۲ لوبډلو ترمنځ پچه اچونه دوې اونۍ مخکي د فرانسې په موناکو ښار کي ترسره سوه، چي په لومړي ګروپ کي پي ایس جي، ریال ماډریډ، کلوب بروخه او ګالاتا سرای.

په دوهم ګروپ کي بایرن مونیخ، تاتنهام، المپیاکوی یونان او بلګراد.

په درېیم ګروپ کي منچسټر سیټي، شاختار ډونتسک، دینامو زاګراب او آتالانتا.

څلورم ګروپ کي جیونټوس، اتلاتیک ماډریډ، بایر لورکوزن او لوکوموتیو مسکو.

په پنځم ګروپ کي لیورپول، ناپولي، سالزبورګ او خنګ.

شپږم ګروپ کي بارسلونا، بورسیا دورتمند، اینټر او اسلاویا پراګ.

په اووم ګروپ کي زنیت، بنفیکا، المپیک لیون او آر بي لایپزیش.

او په اتم ګروپ کي بیا چلسي، آژاکس، والینسیا او لیل شتون لري.

د دې لیګ د تېر پړاو اتلولي لیورپول خپله کړه.

د دې ټورنمنټ زیاته اتلولي ریال ماډریډ خپله کړې.

دا لوبډله توانېدلې، چي ۱۳ ځلي د چمپېنزلیګ کپ ترلاسه کړي.

میلان ۷ ځلي، لیورپول ۶ ځلي، بارسلونا هم ۶ ځلي او بایرن مونیخ بیا ۵ ځلي په یاد ټورنمنټ کي لومړی مقام خپل کړی.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.