سپورټ فوټبال

فوټبال: بارسلونا بریا، خو ریال ماډریډ بیا ماته وخوړه.

ليکنه: صابرحميدي

د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ د نهمي اونۍ لوبو څخه پرون شنبه بارسلونا ـ ایبار ته ماته ورکړه، خو ریال ماډریډ بیا د مایورکا څخه ماته وخوړه.

د بارسلونا او ایبار فوټبال لوبډلو ترمنځ لوبه د ایبار په کوربتوب ترسره سوه، چي بارسلونا ۳ ګولونه پر ۰ کوربه لوبډلي ایبار ته سخته ماته ورکړه.

په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره ګریزماین د لوبي په ۱۳مه، لیونل میسي د لوبي په ۵۸مه او سواریز بیا د لوبي په ۶۶تمه دقیقه ګولوهني ترسره کړې.

د ریال ماډریډ او مایورکا ټیمونو ترمنځ لوبه بیا د مایورکا په کوربتوب ترسره سوه، چي ریال ماډریډ ۱ ګول پر ۰ د مایورکا څخه ماته وخوړه.

د مایورکا لپاره لاګو جینیور د لوبي په ۷مه دقیقه کي ګولوهنه وکړه.

د دې ټورنمنټ په یوه بله مهمه لوبه کي اتلاتیک ماډریډ او والینسیا لوبډلو لوبه ۱ ګول په مقابل کي د ۱ ګول مساوي پای ته ورسوله.

په دې لوبه کي بیا د اتلاتیک ماډریډ لپاره ډیګو کاسټا په ۳۵مه او د والینسیا لپاره ډي پاریجو په ۸۱یمه دقیقه ګولوهني ترسره کړې.

په پرونۍ بریا سره بارسلونا د ریال ماډریډ څخه د جدول لومړی ځای ونیوی.

اوس د لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي بارسلونا د ۱۹ نمرو په درلودلو سره لومړی ځای، ریال ماډریډ د ۱۸ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای، ګراناډا د ۱۷ نمرو په درلودلو سره درېیم ځای، اتلاتیک ماډریډ د ۱۶ نمرو په درلودلو سره څلورم ځای او ریال سوسیداد بیا د ۱۳ نمرو په درلودلو سره پنځم ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.