فوټبال: بارسلونا او ناپولي ټیمونو لوبه مساوي کړه!

د اروپا د اتلانو لیګ د دوهم پړاو دوهمي اونۍ په سیالیو کي تېره شپه ناپولي فوټبال لوبډلي د بارسلونا فوټبال لوبډلي کوربتوب په ایټالیا هیواد کي وکړ، چي لوبه ۱ ګول په مقابل کي د ۱ ګول په مساوي ډول پای ته ورسېده.

په یاده لوبه کي لومړی ګول د کوربه ناپولي لپاره مارتینیز په ۳۰مه دقیقه کي وواهه، خو دوهمه ګولوهنه بیا د بارسلونا لپاره ګریزماین د لوبي په ۵۷مه دقیقه کي ترسره کړه.

د دې لیګ په یوه بله مهمه لوبه کي تېره شپه بایرن مونیخ او چلسي فوټبال لوبډلي سره ولوبېدې، چي بایرن مونیخ ۳ ګولونه پر ۰ چلسي ته سخته ماته ورکړه.
د بایرن مونیخ لپاره دوې ګولوهني سرجیو ګنابري او یو ګول بیا روبرت لواندوسکي ترسره کړ.

د دې لیګ د دوهم پړاو دوهمي اونۍ په وروستیو دوو لوبو کي نن شپه ۱۲:۳۰ څلور لوبډلي یو د بل په وړاندي د لوبي ډګر ته کښته کیږي.
په یادو لوبو کي جیونټوس د لیون په وړاندي او ریال ماډریډ بیا د منچسټر سیټي په وړاندي لوبیږي.
دا پړاو د تګ او راتګ په ډول ترسره کیږي، چي له ننه پرته به دوهم پړاو ته لاره پیداکوونکي ۱۶ ټیمونه د راتلونکي مارچ میاشتي له ۱۱مي نېټې څخه وروسته یو ځلي بیا سره ولوبیږي.
د دې لیګ د تېر پړاو اتلولي لیورپول فوټبال لوبډلي خپله کړې وه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

شکېب الحسن خپلې غوسې جرمانه کړ

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د بنګله‌دېش پیاوړي الراونډر شکېب الحسن د جمعې په ورځ د بنګله‌دېش په داخلي ډیویژن لیګ لوبو کې د اېل بي ډبلیو اپیل څخه وروسته غوسه شو، وېکټې یې لومړی په لغته ووهلې او ... نور ولولئ