ليکنه: صابرحميدي
د ایران حکومت ښځو ته د فوټبال په ورزشي لوبغالي کي اجازه نه ورکوله، چي لوبه له نژدې وګوري، خو تر ۴۰ کلني بندیز وروسته پرون لومړنۍ ورځ وه، چي ایرانۍ ښځي لوبغالي ته ولاړې او لوبه ئې له نژدې وکتله.
ایران یادي ۱۴ ګولوهني د لوبي په ۵مه، ۱۱مه، ۱۸مه، ۲۲مه، ۳۶مه، ۴۰تمه، ۴۴تمه، ۴۹تمه، ۵۴مه، ۶۱تمه، ۶۵تمه، ۶۷، ۷۸یمه، ۸۵یمه او ۸۸یمه دقیقه کي ترسره کړې.
دا لوبه د ۲۰۲۲ نړیوال جام ته لاري پیداکولو په موخه ترسره سوه.
په دې لوبه کي په زرګونه ایرانۍ نجونۍ لوبغالي ته ولاړې او خپله ملي لوبډله ئې په خورا جذاب ډول هڅوله.
د ایران او کمبودیا ترمنځ پرونۍ لوبي ته د نارینه وو ترڅنګ په زرګونه ښځینه مینوالي هم ورغلي وې.
روسيه: په مسکو کې د امريکا د سفارت ۱۰ کار کوونکي وباسو
روسيې ویلي د امریکا د بندیزونو په ځواب کې به دوی هم د امريکا لس تنه د سفارت کار کوونکي وباسي او د امریکا پرضد به نور ګامونه هم پورته کړي. د روسيې د بهرنيو ... نور ولولئ