فوټبال: افغان ۱۶ کلني لوبډلي مالدیف ته سخته ماته ورکړه.

ليکنه: صابر حميدي
د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلني ملي لوبډلي د آسیا اتلولۍ سیالیو ته د لاري پيداکولو په موخه ایران ته تللې او خپله دوهمه لوبه ئې پرون شنبه د مالدیف ۱۶ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه.
په یاده لوبه کي افغانستان ۳ ګولونه پر ۰ مالدیف ته سخته ماته ورکړه.

د افغانستان لپاره محمد جان بشري، همایون امین او وحید حلبم ګولونه ولګول.
د افغانستان دې لوبډلي تر دې مخکي خپله لومړۍ لوبه د فلسطین سره ترسره کړې وه، چي د یاد هیواد سره ئې بیا لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونه مساوي پای ته ورسوله.
د افغانستان فوټبال فدراسیون مسئولین وایي، چي افغان ټیم به د ګروپ په وروستۍ لوبه کي سبا ماښام د کوربه ایران په وړاندي ولوببږي.
د دوی په خبره که سبانۍ لوبه افغانانو وګټله، نو دوهم پړاو ته لاره پیداکوي.
دا سیالۍ د ۲۰۲۰م کال د آسیا اتلولۍ سیالیو ته د لاري پيداکولو په موخه ترسره کیږي.
په دې ټورنمنټ کي د آسیا ۴۷ هیوادونو په ۱۱ ګروپونو کي ګډون کړی، چي د رواني سنبلې میاشتي تر ۳۱مي به ئې لوبي رواني وي.
افغان لوبډلي دې سیالیو ته د ښه چمتوالی په موخه دلته کابل کي څو اونیزه تمرینونه ترسره کړي.