فوټبال؛ د لوبې په منځ کې پر لوبغاړي د زړه حمله، خو څنګه وژغورل شو؟

پرون شپه ۸:۳۰ بجې یورو کپ کي فنلنډ او ډینمارک فوټبال ملې لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبېدې، چې د لومړۍ نیمايي په وروستیو کي یوه جالیبه صحنه رامنځته شوه او د لوبغاړو ترڅنګ یې ټول مینوال سخت غمجن کړل او هتا یو شمېر لوبغاړو او مینوالو وهم ژړل.

د لومړۍ نیمايي په وروستیو کې د ډنمارک تکړه او نامتو لوبغای کریسټین اریکسن په ناڅاپي توګه بې هوښه شو او داسي څرګندېده، چي ورباندي د زړه حمله راغلې.

 

ویډیو

 

 

 

خو کریسټین ایریکسن څنګه او چا د مرګ څخه وژغوره؟

 

۱ـ د ډنمارک لوبډلې لوبډلمشر سیمون کیائر، چي کله اریکسن بې هوښه ولید، نو ژر یې په چټکۍ سره ځان ورورساوه او هغه یې د ریکوري حالت ته برابر کړ، چي په دې سره ددې مخنیوی وسو، ترڅو د اریکسن ژبه وڅرخي او د تنفس لاره یې بنده سي.

۲ـ د لوبډلمشر سیمون تر دې حرکت وروسته د ډنمارک طبي مسئول خورا په ځغستا سره اریکسن ته ځان ورساوه او د زړه د مساژ په عمل او د CPR په عملیاتو سره یې وکولای سول، چي خپل د هیواد د یوه ستوزي ژوند وژغوري.

۳ـ تر یادي غمیزي وروسته د ډنمارک لوبډلمشر سیمون یوازي د اریکسن د ژغورلو هڅه نه کوله، بلکي لوبغاړو او د اریکسن مېرمني سابرینا کویسټ ته هم ورغلی او د زړه ډاډ یې ورکاوه او په دې سره یې ثابته کړه،

۴ـ د ایریکسن د ژوند په ژغورلو کي یو بل شخص هم مهم یاد سوی او هغه د یادي لوبي لوبڅار انټوني ټیلور و، ځکه لوبڅاران ډېر وخت لوبغاړو ته بېله توجو کولو د لوبي د ادامې امر کوي، خو پرونۍ لوبه کي د ایریکسن تر غورځیدو وروسته یې سم دستي لوبه ودرول او د طبي برخي څخه یې ژر د مرستي رسولو غوښتنه وکړه.

 

د کریسټین ایریکسن اوسنی حالت

 

د ډنمارک فوټبال فدراسیون تائيد کړې ده، چې اریکسن له نن سهار راهیسي په ښه وضعیت کي دی او جسمي جوړ دی او خبر یې ورکړی، چي هغه د خپلو نورو لوبغاړو سره خبري هم کړې دي.

خو دې فدراسیون ویلي، هغه اوس هم په روغتون کي دی.

 

د یادي لوبې پایله

 

د اریکسن باندي چي کله د زړه حمله راغله، نو لوبه صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول روانه وه او وروسته لوبه ودرېده، چې په زرګونه مینوال هم لوبغالي ته ورغلي وه.

وروسته دا لوبه د یوې پرېکړې په اساس د شپې پر ۱۱:۳۰ بجو پیل شوه، چې د لوبې په ۷۴یمه دقیقه کي د فنلنډ لوبغاړي د پینالټۍ په واسطه ګولوهنه وکړه، خو هیڅ خوشحالي یې ونه کړه او لوبه همداسي یو ګول پر صفر د فلنډ په ګټه پای ته ورسېده.