فبروري 24, 2021

فريد هوتک: موټر د راشدخان ندی!

ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان د کريکټ بورډ وياند محمد فريد هوتک وايي هغه موټر چي راشدخان ورسره انځور نيولی د راشدخان نه بلکي د لوبډلي او شرکت دی.
فريد هوتک ياران ته وويل:
(( موټر د راشد خان نه بلکې د (ایډلیډ سترایکرز) او (میتسوبیشي) موټرشرکت ترمنځ د ګډې همکارۍ له مخې لیلامۍ ته وړاندی کیږي.
ددې کار موخه د سویلي اسټرالیا اورځپلو له پاره ۴۷ زره اټکل شوې مرسته راټولول دي.))

په ټولنيزو رسنيو کي د تيرو څو ورځو راهيسي د راشدخان په اړه بيلابيل نظرونه ورکول کيږي.
اکثريت ځوانانو او د ټولني وګړو وروسته تر هغه منفي غبرګونونه وښودله کله چي ځينو رسنيو خبرونه خپاره کړه چي راشدخان خپل شخصي موټر د اسټراليا د
اورځپلو لپاره خرڅوي او پيسې د مرستي په حيث ورته خيراتوي.

دوی وايي راشدخان ددې پر ځای چي د افغانستان د غريبو خلکو لاسنيوی وکړي د خپل شهرت او نوم لپاره د اسټراليايانو سره مرسته کوي.
خو فريد هوتک وايي داچي راشدخان يو مشهور لوبغاړی دی او په نړۍ کي ډير زيات مينوال لري نو ځکه نړيوال شرکتونه د نوموړي د شهرت او نوم څخه په استفادې غواړي په اعلاناتو کي ترې استفاده وکړي چي يو مثال يې د اډيلايډ سټرايکرز لوبډلي او ميتسوبيشي شرکت موټر دی.

که چيري هغه موټر چي راشدخان پوري ځينو رسنيو تړلی په ځير وکتل سي د شرکت او لوبډلي اعلان ورباندي له ورايه ښکاري.
تيرکال هم د عربي اماراتو د ۱۰ اووريز ليګ تر پيليدو وړاندي هم راشدخان د مراټا عربينز لوبډلي د ډايريکټر او يوې انجلۍ سره د موټر اعلان جوړ کړی وو چي افغانانو په ټولنيزو رسنيو کي ورباندي بيلابيل نظرونه او عکس العملونه وړاندي کړه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*