سپورټ نړیوال کرکټ

فرهان یوسفزی: د اماراتو او اسټرالیا ویشتن ځایونه سره برابر دي!

د تېرې اونۍ په اوږدوکې د کرکټ بورډ له خوا ازمایل شوی لوبډلمشر اصغر افغان یو ځل بیا لوبډلمشر وټاکل شو، دې پرېکړې یو ځل بیا لکه د اصغر د لرې کولو په څېر جنجال راپورته کړ.

له نړیوال جام وړاندې ګلبدین نایب لوبډلمشر شوی و او اصغر افغان له لوبډلې لرې شوی و؛ هغه مهال اصغر افغان مرور و او ځېنې افغان تجربه کاره لوبغاړي، چې افغانانو پرې حساب کاوه په نفاق او عقده کې ښکېل شول، د دې ګډوډویو پایله دا شوه، چې نړیوال جام کې مو ماتې وخوړې او کله چې لوبډله هېواد ته رستنه شوه، ګلبدین نایب له لوبډلمشرۍ لرې شو او پرځای یې راشدخان لوبډلمشر او اصغر افغان مرستیال شو.

خو لا د راشدخان د لوبډلمشرۍ درې میاشتې نه دي پوره، چې پخوانی او د اوږدې مودې لوبډلمشر اصغر یو ځل بیا د کېپټانۍ ګدۍ ته ورسېد.

د اصغر افغان بیا لوبډلمشر کېدو باندې په کم شمېر کې هېوادوال خوشحال شول؛ خو په زیات شمېر کې بیا پرې خفه شول.

ګلبدین نایب د فېسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه وویل، چې ترڅو اصغر افغان لوبډلمشر وي، دی د افغانستان لپاره لوبې نه کوي او له د نړیوال جام پرمهال یې له ګډوډویو هم پرده پورته کړه.

نایب ان تر عاطف مشعله پورې خپله خبره واضح کړه؛ خو ډېری هېوادوال په ګلبدین له دې امله نیوکه کوي، چې ولې یې د نړیوال جام پرمهال دا خبرې نه کولې، چې اوس یې کوي، د هېوادوالو په وېنا اوس اوبه هسې هم له ورخه تېرې دي او تېرې بایللې لوبې نه شي جبرانولی.

همدې ناندریو او د هېوادوالو اندېښنو رسنۍ مجبوره کړې، چې د کرکټ بورډ رئیس فرحان یوسفزی د یو مسایلو په اړه وپوښتي.

بالاخره بي بي سي اداره بریالۍ شوه، چې فرحان یوسفزی مېلمه کړي او د کرکټ وروستیو بدلونونو، پلانونو او د اصغر افغان په اړه ورسره وغږېږي.

ایمل پسرلي له یوسفزي څخه پوښتنې وکړې، چې ولې مو راشدخان له لوبډلې لرې؟

د یوسفزي ځواب دا و چې اصغر افغان بریالی لوبډلمشر دی؛ دا منو چې اصغر افغان بریالی لوبډلمشر و؛ خو د زِمبابوې، ایرلېنډ او بنګله دېش پر وړاندې خو اوس افغان په هغه پړاو کې نه دی او له سترو لوبډلو سره مخ دی.

چې دا دلیل نه شي کېدای.

له یوسفزی پوښتنه وشوه، چې د کرکټ د راتلونکي لپاره پلان لرئ، ځواب یې دی، چې هو اماراتو کې کمپ او تمرینات کوو، چې د اماراتو او اسټرالیا پیچونه سره یو شان دي.

خو ځواب ناسم و، دا ځکه چې د عربي متحده اماراتو ویشتن ځایونه سلو یا څوکه دي او بالر پرې توپ درست نه شي ویستلی، بلکې توپ وهونکي پرې ښه لوبېږي.

بل لورته د اسټرالیا پیچونه تیز دي او هغو کې توپ وهونکي تر فشار لاندې وي، چې دلته د یوسفزي دا دوه ځوابونه ناسم وو.

له یوسفزي پوښتنه کېږي، چې ایا د اصغر افغان په بیا ټاکلو کې مو له کرکټ بورډ نورو غړو سره مشوره کړې؟

ځواب ــــ هو له ټولو سره مو مشوره کړې.

خبریال ورڅخه پوښتي، چې امرخېل په دې پرېکړه انتقاد کړی او هغه ناڅاپي بللې؟

یوسفزی ځواب ورکوي، چې زه د کرکټ بورډ مشر او دا زما صلاحیت دی، چې یو څوک لوبډلمشر کړم او یا یې هم لرې کړم، دلته یوسفزي هم کرل کړي او هم رېبل.

بل ځواب یې دا و، چې زمونږ اساسي قانون کې دا راغلي چې زه باید تبدیلي وکړ؛ خو د یوسفزي مطلب اساسنامه او اصول نه اساسي قانون؛ خو دا چې سم نه پوهېده نه د اساسنامې پر ځای یې اساسي قانون یاد کړ.

بله خبره یې د راشدخان وکړه، وایي راشدخان مو ځکه له لوبډلمشرۍ لرې کړ، چې هغه په نورو سوداګریزو لیګونو کې بوخت و.

د فرحان یوسفزي په وېنا اصغر ښايي تر ۲۰۲۳ م کال پورې لوبډلمشر پاتې نشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی