فرانسې تازه ۳۳۰ تنه افغان او بهرني اتباع له کابله ایستلي دي

فرانسوي چارواکو ویلي، چې د فرانسوي، افغان او نورو هېوادونو د اتباعو په ګډون یې ۳۳۰ تنه له کابله په یوه ځانګړي پرواز کې ایستلي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه کسان یې له کابل هوایي ډګر څخه د قطر هېواد په همکارۍ ایستي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې به ایستل شویو کسانو کې ۲۵۰ تنه افغانان، ۱۱ فرانسویان او شاوخوا ۶۰ تنه هالینډیان او د نورو هېوادونو اتباع شامل دي.

ویل شوي، چې د سپتمبر له لسمې وروسته، فرانسې شاوخوا څلور سوه افغانان او څه باندې سل فرانسویان له کابل څخه بهر ویستي دي.

فرانسې دا هم ویلي، چې له قطر سره په ګډه یې د دسمبر په دویمه افغانستان ته د روغتیایي مرستو یو ماموریت ترسره کړی.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله