روژه د اسلام د مبارک دین له پنځو بناو څخه ده چې لوی څښتن تعالی ج په هر مسلمان باندې په کال کې یوه میاشت فرض کړي.
د دې تر څنګ مسلمانانو ته په دغه میاشت کې د یو بل سره د ښو اخلاقو او ښې رویې سپارښتنه هم شوې.
روژه یوازې د خوراک څښاک څخه منعه کېدل نه دي، بلکي د لاس، ژبې او د بدن له نورو غړو څخه دې هم باید چا ته زیان ونه رسیږي.
روژه زیاتې دنیاوي او اخروي ګټي هم لري، چې په دنیا د انسان بدن ته ګټه رسوي او په اخرت کې ورته الله ج په سختۍ او مشکلاتو کې د نیول شوې روژې د نیولو اجر هم ورکوي.
خو دلته مو د روژې له هغو روغتیایې ګټو خبروو چې فرانسه کې روغتیا پوهانو د روژې په تړاوو له څېړنو وروسته په ډاګه کړي دي.
دې څېړنو ثابته کړې چې روژه د انسان بدن ته ډېره ګټه لري او د ډېرو ناروغیو په مقابل کې د انسان بدن پياوړي کوي.
د دغه څېړنو له مخې روژه ځیني ناروغۍ د صفر کچې ته راټیټولی شي او د سرطاني حجرو د فعالیت مخه نیسي.
دغه راز روژه د ژر زړېدو مخنیوی کوي او د وزن په کمولو کې مرسته کوي.
روغتیا پوهان د چاغښت د مخنیوي یعني د وزن د کمولو لپاره د روژې په نیولو ټینګار کوي، ځکه د روژې په نیولو سره د انسان مضره وازدې له منځه ځي.
د فرانسې هېواد د روغتیا پوهانو د څېړنو له مخې روژه د لوړ فشار لرونکو خلکو لپاره ښه علاج دی.
دغه راز ډاکټران وایي، روژه د مختلفو ناروغیو پر وړاندې د بدن دفاعي سیستم قوي کوي.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ