فرانسه او کاناډا کې مېشتو افغانانو د پاکستان د کړنو پر ضد لاریون کړی

په فرانسه او کاناډا کې مېشتو افغانانو د سولې په ملاتړ او د پاکستان د وروستیو کړنو پر ضد لاریون کړی دی.

د راپورونو له مخې په فرانسه او کاناډا کې لسګونه افغانانو په بېلو لاریونونو کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې مخه ونیسي او دغه هېواد د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې راوګرځوي.

دوی وایي، چې طالبان په افغانستان کې پر جګړه ټینګار کوي او پاکستان ددغه جګړې ملاتړی دی چې باید پر وړاندې یې نړیوال بندیزونه وضع او فشارونه ورباندې ډېر شي.

دوی همدا راز له افغان ځواکونو ملاتړ کړی دی او له افغان حکومت یې غوښتي، چې د روانې جګړې د مدیریت لپاره دې هڅې ډېرې کړي.

تر دې وړاندې په امریکا، سویډن، برېټانیا او نورو هېوادونو کې هم مېشتو افغانانو دلته روانه جګړه د پاکستان نیابتي جګړه بللې ده او په لاریونونو کې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي پر پاکستان فشارونه ډېر کړي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر یو ځل بیا پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی.

کریس الکساندر ویلي، چې عمران خان هغه دوه مخی او دوکه باز سړی دی چې له کلونو راپدېخوا د طالبانو په ګټه تبلیغات کوي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، چې پر نوموړي باید سخت بندیزونه ولګول شي او په هاګ محکمه کې محاکمه شي.

الکساندر دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې د عمران خان په ګډون یو شمېر نورو لوړپوړو پاکستاني چارواکو داسې څرګندونې کړې دي چې ګوندې طالبانو بدلون کړی، هوښیار او ځیرک خلک دي.

وروستي مطالب