فبروري 27, 2021

فخر زمان د پاکستان او نړیوال کرکټ لومړی لوبغاړی شو

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی اوپنر فخر زمان د پاکستان او نړیوال کرکټ په تاریخ کې د چټکو مڼدو جوړلو لومړی لوبغاړی وشمیرل شو.
دغه ځوان لوبغاړي په ۱۸ یو ورځینیو لوبو کې د لوبیدو وروسته ۱۰۰۰ منډې جوړې کړې، چې تر اوسه هیڅ کوم بل لوبغاړي په نړیوال کرکټ کې دا کار نه و کړی.
نوموړي په ۱۸ کمو سیالیو کې د چټکو ۱۰۰۰ منډو جوړولو سره د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په تاریخ کې د انګلستانيو لوبغاوړو کیون «پیټرسن»، «جانتن ټراټ»، ویسټ انډیزي «سر ويوي ریچارډز»، جنوبي افریقايي «کویټن ډیکاک» او پاکستاني لوبغاړي «بابر اعظم» هغه ریکارټ مات کړ، چې په ۲۱ سیالیو کې یې ثبت کړی و.
فخر زمان د زیمبابوې خلاف د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو په سیریز کې نه یواځې دغه ریکارډ خپل کړ؛ بلکې د غبرګې سلیزې په جوړلو سره یې د پاکستان د کرکټ په تاریخ کې د لمړي توپ وهونکي په توګه خپل نوم ثبت کړ، چې په یو ځل یې ډبله سلیزه جوړه کړه او د پاکستان پخواني توپ وهونکي سید انور د ۲۱ کلنو محکیني هغه ریکارډ څخه تیر شو، چې په ۱۹۹۷ م کال کې یې د هندوستان خلاف د ۱۹۴ زیاتې منډې جوړې کړې وې.
د یادونې وړ ده، چې د زیمبابوې خلاف په همدغه سیریز کې فخر زمان د بل اوپنر امام الحق سره د لوبې په اوپنینک یا پیل کې د ۳۰۴ منډو لوړه ملګرتیا هم جوړه کړه، چې تر اوسه نورو لوبغاړو دومره ملګرتیا نه وه کړې.