سیاست کلتور او هنر

فتنې ته بستر سازي- نعمان دوست

لیکنه: نعمان دوست

د تایمني پر واټ یوې هټۍ ته ننوتلم. یو سپین ږیری پکې ناست و. د ږیرې ویښتان یې په اسانه شمارل کیدل. د کوچنیو سترګو لاندې ځایونه یې پړسیدلي وو. یو ګیلاس سړې اوبه مې ور سره وڅښلې او بیا مو ورو- ورو مجلس پیل کړ. بوډا د تنظیمي انډوخر کیسې کولې او د هغه وخت وحشتونه یې یادول. کله به یې سترګې په مخ کې بیخي ورکې شوې. د لنډو بڼو سر ته به یې اوښکه راغله. زما به هم زړه را ډک شو. یوه شیبه به سکوت حکمرفا و؛ بیا به نکل پیل شو.

دا سړی همدلته اوسیده او ډير څه یې په سترګو لیدلي و. داسې صحنې یې لیدلې وې چې اوریدلو یې د زمري زړه غوښت. سړی بې پرې غږیده او د هرې ډلې د جنایتونو او وحشتونو کیسې یې داسې کولې لکه خدای ج چې حاضر او ناظر نیسي.

بابا بیرته ماضي ته ستون شو:
موږ داسې نه وو. موږ دومره ویشل شوي نه وو. زموږ واحد بدن و. موږ خپلو کې یو بل ته درناوی درلود. نه شیعه له سني سره دښمني کوله، نه سني له شیعه سره. نه د پښتون په نوم څوک مطرح و او نه د هزاره او تاجک. دلته زغم و. دلته قومي رنګارنګي وه. دلته هر چا خپل مذهبي رسومات په ډاډه زړه نمانځل. دلته د یوې کلمې وروڼه خو پریږده چې ان د نورو عقایدو له پیروانو سره هم خواخوږي او همدردي موجوده وه. هندوانو او سیکانو له موږ مسلمانانو سره خواخوږي او محبت درلود او موږ له هغوی سره. د یو بل سختې ورځې ته ولاړ وو او…

نکلچي؛ لکه یو ناڅه چې عمومي سړک کې غټه پوله راشي، ځای پر ځای یې د خبرو بریک ونیوه. شیبه غلی شو او بیا یې ورو ویل:
خدای خبر وطن د چا سپیره نظر وخوړه، خدای خبر دا ویجاړونکی توپان له کوم لوري را والوت چې زموږ ټول بنیادونه یې وجړقول، پخوانۍ مستحکمې ستنې یې ړنګې کړې او هغه محکم تار یې وشلو چې موږ ټول لکه ملغلرې پکې پییل شوي وو او خپل ښایست مو خوندي کړی و.

بابا، شیبه غلی شو او بیا یې سر وخوراوه. له اسویلي سره یې وویل: خدای خبر، موږ به ژوندي یوو او کنه ، خدای خبر دا به کوم بختور نسل وي چې بیرته هغه وحدت تجربه کړي چې یو وخت دلته حاکم و.

شاید دا بابا اوس ژوندی نه وي. شاید هغه خپل ارمان د زرګونو نورو هیوادوالو په څير له ځان سره ګور ته ښکته کړی وي. شاید اروا یې د همدې ارمان تر پوره کیدو نارامه وي، خو خدای خبر که دا ارمان …

بد بیني ښه نه ده؛ خو شوم قراین همدا زباتوي. وطن د ډلو ټپلو لاس ته لویدلی. دا ډلې ټپلې ډيری له بیروني سرچینو خړوبیږي. د بل چا اخور ته ولاړ دي او له خپل ګران وطن څخه یوازې دعایداتو د سرچینې په توګه استفاده کوي او د دوی عایدات هغه وخت لا په کش کې شي چې وطن کې د بې اتفاقیو اور بل وي. وطن کې پرې او جنبې وي او وطن کې دا واحد ملت ټوټه ټوټه وي.

د هیواد د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې دغو اندیښنو ته قوت ورکوي. هغه په ځای د دې چې خپل ماموریت په ښه توګه تر سره کړي، د افغانستان له لاسه وتلی اعتبار په نوره نړۍ کې بیرته را ژوندی کړي، د خپل داسې تنظیم د ګټو لپاره کار کوي چې خونړۍ ماضي لري او د کابل په ورانولو، لوټ او تالان کې یې لوړ سهم درلود.

وزیر، خدای خبر د چا د خوشالۍ لپاره، د افغان ولس هویت ته، چې اساسي قانون کې هم تسجیل دی، د کاذب هویت نوم ورکوي.

د یو حکومت د برحاله وزیر لخوا دغه شان څرګندونې ټول عظیم ولس ته سپکاوی دی او بیشکه چې دا ستر جرم دی.

دا قومي تعصب ته لمن وهل دي. دا د قومونو تر منځ درز پیدا کول دي او دا یوې سترې فتنې ته بستر سازي ده. ولسمشر او ملي شورا باید په دغه شان مواردو کې سکوت ونکړي.
د دوی سکوت د رضایت په مانا دی او له دغه شان فتنه امیزو څرګندونو سره رضایت هیواد د (۱۳۷۱-۱۳۷۵ ) کلونو دور ته بیا ور ټیل وهي. هغه کلونه چې له اوږدې جګړې روغ پاتې شوي ټول بنیادونه یې وجړقول او کابل ښار یې د خپلو ښاریانو په ونیو رنګ کړ او وطن ته یې داسې زیانونه واړول چې لسیز لسیزې وروسته به هم جبران نشي.

محمد نعمان دوست
د ثور ۱۴مه، ۱۳۹۷

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.