غوښه باید د درېیو اوونیو نه زیاته په يخچال کې ونه ساتل شي

د لوی اختر ورځ ته، د قربانۍ اختر ورځ هم وایي، چې په دې ورځ ټول هغه مسلمان، مالداره یا ټاکلی نصاب لرونکي خلک باید د قربانۍ لپاره څاروي واخلي، چې اسلامي شریعت موږ ته روا کړي وي. لکه: سېرلی، پسه، غوایي او داسې نور…
زموږ د ټولنې ډېری خلک، چې کله قرباني وکړي، نو د غوښې زیاته اندازه د ډېرې مودې، او حتا څو میاشتو لپاره یې په یخچالونو او فرېج کې ساتلي وي. خو باید دې خبرې ته ډېر پام وکړو، چې د ډيرې مودې لپاره په یخچالونو کې د غوښې ساتل، او د هغې غوښې پخول او خوړل د ګڼو ناروغیو سبب کېږي.

طبي پوهان په دې اړه وایي چې د درېیو اوونیو نه د زیات وخت لپاره په فریج کې د غوښې پرېښودل د بد هضمۍ، غذایي تسمم او نورو لامل کېږي.
د غوښې خوړلو نه وروسته باید د لس دقیقو لپاره پلي مزل وشي، ځکه چې په دې سره معده غوښه په ښه توګه هضم کوي.
ځینې په دې اند دي، چې د غوښې خوراک سره سم باید نوشابې او ګاز لرونکي څښاک وڅښل شي، په داسې حال کې چې د غوښې خوړلو نه وروسته د ګازي څښاک پر ځای د شین چای څښل تر ټولو غوره او اړین کار دی، ځکه چې شین چای بدن کې د کولیسټرول کچه لوړولو ته نه پرېږدي، او د وینې جریان په ښه توګه ساتي، له دې سره د شین چای استعمال د زړه ناروغانو لپاره هم ډېر ګټور دی خو چې ډېر ټینګ نه وي.
بله خبره دا چې، د غوښې د خوړلو پر وخت یا د قربانۍ اختر په ورځو کې، چې د غوښې خوراک ډېرېږی، باید د غاښونو سلامتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړو، ځکه چې د غوښې وړې ریښې د غاښونو په منځ کې ننوځي، چې غاښونو ته تاوان رسوي، او د وخت په تېریدو سره د غاښونو درد او خرابوالي لامل کېږي.

وروستي مطالب