اپریل 19, 2021

غور: يوې مېرمنې په يوه وار څلور ماشومان زېږولي

د غور د ولايتي روغتون مسوولين وايي چې په غور کې یوې مېرمنې ۳ زامن او يوه لور زېږولې ده.

د سپوټنیک د راپور له مخې، د غور د عامې روغتیا ریس، جمعه ګل يعقوبي رسنیو ته ویلي، يادې ښځې (یکشنبه، د کب پر ۱۷مه) د دغه ولایت په ولایتي زېږنتون کې د یوې لور او درې زامنو په ګډون یې څلور ماشومان زېږولي دي.

ښاغلي يعقوبي زیاته کړې، چې دوه ماشومان یې له ۲۵۰۰ ګرامو زیات وزن لري.

د نوموړي په وينا، د دوو نورو ماشومانو وزن لږ دی او د غور په سیمه ییز روغتون کې د جدي پاملرنې لاندې دي.

د غور د عامې روغتیا ریس زیاته کړې چې د مور او ماشومانو روغتیا ښه ده، خو د دې لپاره چې د روغتیايي کارکوونکو له خوا یې ښه پالنه وشي، څو نورې ورځې هم باید په روغتون کې پاتې شي.

د هغه په خبره، په څو وروستيو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې يوه ښځه په غور کې په يوه ځل څلور ماشومان زېږوي.

دغه ښځه د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده.

غور د هېواد په لوېديځ کې پروت ولايت دی او د هغو ولایتونو له ډلې څخه شمېرل کېږي چې ډېر پرمختګ یې نه دی کړی.

د یادونې ده چې د دغه ولایت ډېر شمېر اوسېدونکي پياوړي او خوندي خوړو ته لاسرسی نه لري، او په دغه ولایت کې ډېر شمېر ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته شوي دي.