غني: څو چې ژوندی یم؛ طالبان به د مؤقت حکومت ارمان ته ونه رسېږي

ولسمشر غني ویلي چې د ده په ژوند به طالبان د مؤقت حکومت ارمان ته ونه رسېږي.

نوموړي نن د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د لومړۍ کرښې له امنیتي منسوبینو سره په اړیکه کې هغوی ته ډاډ ورکړی دی چې د ده په ژوند به طالبان د مؤقت حکومت ارمان ته و نه رسېږي.

هغه زیاته کړې چې د مؤقت حکومت بحث رامنځته کېدل د عامه ذهنیتونو د ګډوډلو لپاره مطرح کېږي او په خبره یې د لنډمهالي حکومت رامنځته کېدل په هیڅ صورت ممکن نه دی.

ولسمشر غني د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې څو پورې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ورسره وي له هیڅ ګواښه نه وېریږی.

ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، د ښې پرېکړې لپاره د امریکا حکومت اړ دی چې د ټرمپ او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه و ارزوي.

انتوني بلینکن ویلي امریکا ته باید روښانه شي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل کړی کنه او دا ډله امریکا د خپلو ژمنو له عملي کولو څومره ډاډمنولی شي.

د هغه په خبره د هوکړې تر ارزولو وروسته امریکا د افغانستان په اړه خپله پرېکړه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د دوحې هوکړه داسې واضح موارد لري چې باید د سرتېرو د ایستلو تر وخت عملي شوي وای او واشنګتن غواړي پوه شي چې دا موارد څومره عملي شوي دي.

تر دې وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سولې هوکړه ارزوي او غواړي پوه شي چې طالبان څومره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب