غني په خپل سياست سره د امريکا شوم پلان ناکامه کړ

د ولسمشر غني د واکمنۍ په وروستيو مياشتو کې د هېواد ګڼ شمېر ولسوالۍ، مهم بندرونه او ورپسې ځيني مهم ښارونه د طالبانو له لوري ونيول شول او د جګړې اور ورځ تربلې مخ په ګرمېدو ؤ.

کله چې ولسشمر غني او ورسره پلاوی يې د امريکا په رسمي بلنه واشنګټن ته ولاړ او هلته يې د دغه هېواد ولسمشر جو بايډن ترڅنګ ځينو لوړپوړو امريکايي چارواکو سره يې وليدل، نو ظاهرا داسې برېښېده چې د بايډن په مشرۍ د امريکا نوي دولت له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ باندې ټينګار لره، خو د وخت په تېرېدو سره دا ثابته شوه چې خبره داسې نه وه او امريکا بل څه غوښتل.

ولسمشر غني د واشنګټن له سفر څخه وروسته بار بار له رسنيو سره په دې ټينګار وکړ، چې افغانستان به راروانو درې نه نيولې تر شپږو مياشتو پورې د سختو جګړو سره مخ شي، خو په ورته وخت کې يې ډاډ ورکوه چې وضعيت به له هغې وروسته عادي او ښه شي.

د رويټرز خبري اژانس په يوه تازه راپور کې د امريکا ولسمشر بايډن او ولسمشر غني ترمنځ د شوې وروستۍ ټیليفوني مکالمې څخه پرده پورته کړې ده. دغه مکالمه څو ورځې وړاندې د کابل له سقوط څخه ترسره شوې ده.

په دې مکالمه کې بایډن د میلیاردونو ډالرو د مرستې په شرط  له ولسمشر غني وغوښتل، چې افغانستان کې باید جګړه وشي او طالبان له منځه ولاړ شي. ولسمشر غني ورسره دا خبره ومنله او ويې ويل چې د دې لپاره د يوې ستراتېژۍ جوړولو ته اړتيا ده او د دغې ستراتېژۍ پلي کول ۶ میاشتې وخت نيسي.

د مکالمې په دوام کې بايډن ولسمشر غني ته وايي چې، ۳ نیم لکه پوځ لرئ، د ۸۰ زرو طالبانو پر وړاندې باید مقاومت وکړي او د خپل هوايي ځواک ترڅنګ زموږ هر ډول هوايي ځواک هم درسره دی.

امریکا د دغې خونکارې پالیسۍ له لارې غوښتل چې افغانستان د سوریې، یمن، لبنان او عراق په څېر چې دوی ترې ووتل، د حکومت او مخالفې ډلې ترمنځ افغانستان کې هم شديده او خونړۍ جکړه وشي او د افغانستان لوی ښارونه په کنډوالو بدل کړي.

هېره دې نه وي چې امریکا په وروستيو شپږو کلونو کې تر ۲۰ زره ډېر پوځ افغانستان کې نه درلود، په داسې حال کې چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو شمېر له ۳۵۰ زره ډېر و او طالبانو شمېر هم ۸۰ زرو ته رسېده، خو بیا هم  طالبان په دې بريالي نه شول چې افغانستان ونیسي.

کله چې له افغانستانه د امریکا د وتلو نېټه نږدې شوه او جګړه شديده شوه، ولسمشر غني د دې پرځای چي له خپل ټول ځواک او قومندې کار واخلي، نو د جنګ پر ځای د تسلیمۍ لار غوره او د یوې بدې او خونړۍ جګړې مخنيوی يې وکړ.

بالاخره ټول افغانستان د طالبانو لاس ته وغورځېد او د پخواني حکومت ځينو مهمو چارواکو بهرنيو هېوادونو ته پناه یوړه، نو په همدې ډله چې کې د افغان پوځ د ۲۱۵ ميوند قول اردو ځوان قومندان جنرال سميع سادات هم لندن ته له رسېدو سره سم يوې رسنۍ سره په خبرو کې وويل، امريکا چې څه ډول ژمنه کړې وه، هغسې يې ونه کړل. سادات چې په وروستيو مياشتيو کې يې د جګړې په ډګر کې خپله وړتيا وښودله، ولسمشر هم مرکز ته راوغوښت او د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندانۍ مسووليت يې ورکړ چې د لږ ځنډ په توپير سره نوموړي ته د کابل ښار د عمومي امنيت چارې هم وسپارل شوې.

سادات زياتوي، کله مې چې په هلمند کې له خپلو ځواکونو سره يوځای د طالبانو سره جګړه کوله، نو امريکايي الوتکې مو پر سر ګرځېدې او موږ داسې فکر کوه چې دوی به زموږ ملاتړ کوي، خو د وخت په تېرېدو سره دا ثابته شوه چې دا هرڅه نمايشي ؤ او په عمل کې يې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ هېڅ هم ونه کړل. سادات په ټينګار سره وويل چې افغان ځواکونو د جګړې په ډګر کې د مقابلې لپاره پوره وړتيا او اراده لرله، خو د امريکا نه ملاتړ دوی ناهيلي کړل.

د هلمند د جګړې قومندان جنرال سادات، د جنګ د نه پرېښېدو له امله کابل ته تبدیل شو او له هغې وروسته په لښکرګاه کې جګړې دوام ونه کړ.

ولسمشر غني ته دا څرګنده وه چې، که چېرته جګړې ته دوام وکړي، نو افغانستان به بیا د واک پر سر بدنام شي او ښارونه به په کنډوالو واوړي. نوموړي په همدې اساس د احضاراتو اعلانولو پرځای عادي حالت غوره کړ او کابل ته د طالبانو په ۲۵ کېلومترۍ سره له هېواده ووته او د يوې خونړۍ جګړې مخه يې ونيوله.

ولسمشر غني په دې کار سره نه يوازې دا چې د امريکا شومه موخه ناکامه کړه، بلکې افغانستان يې له يوې بلې خونړۍ جګړې وژغوره.

غني څو ورځې وروسته په یو ویډیویي پیغام کې وويل، چې د یوې لویې توطیې او د یوې غمیزې د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره چې په وینا یې “د افغانستان تاریخي دښمن” په کې لاس درلود د افغانستان نه وتلو ته اړ شو.

نوموړي همداراز وویل، یا باید پاته شوی وای او د کابل د ویجاړې او وینې تویدنې شاهد وای او یا هم باید له هېواده وتلی وای.

وروستي مطالب