غني: پاکستان نه تېره میاشت ۱۰ زره وسله وال راوښتي ـــ عمران خان: افغانستان کې امن غواړو

ولسمشر غني وایي په پاکستان کې ځینې شبکې او ادارې چې د طالبانو ملاتړ کوي، په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ولسي او دولتي شتمنیو لوټ او تالان نمانځي.

غني دا څرګندونې نن په تاشکند کې د جنوبي او مرکزي آسیا په نړیوال کنفرانس کې وکړې.

نوموړي ونه ویل چې کومې ډلې په پاکستان کې د افغانستان ویجاړی نمانځي.

غني په خپلو خبرو کې وویل چې په تیرې یوې میاشت کې له پاکستان او نورو هیوادونو نه څه باندې ۱۰ زره وسله وال افغانستان ته اوښتي دي خو دا یې ونه ویل چې په دې کې څومره پاکستانیان دي.

ولسمشر غني د تاشکند په کنفرانس کې یو ځل بیا له پاکستان نه وغوښتل چې د سولې جدي خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره دې پاکستان د خپل نفوذ نه کار واخلي.

د غني د دغو خبرو پر مهال د پاکستان صدر اعظم عمران خان او د بهرنیو جارو وزیر شاه محمود قریشي هم ناست وو.

د یادونې ده چې ولسمشر غني او نړيوال پاکستان افغان طالبانو ته په پناه ځايونو او مرستو ورکولو تورونه پورې کوي او وايي د پاکستان هم دغه تګلاره په افغانستان کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتېدو ته وده ورکوي.

که څه هم پاکستان تل دا تورونه رد کړي خو په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد منلې چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي او ټپي طالبان د درملنې لپاره د پاکستان روغتونونو ته راوړل کېږي.

بلخوا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه کنفرانس ته پخپله وینا کې ویلي چې پاکستان دمذاکراتو میز ته دطالبانو په کېنولو کې څومره رغنده رول لوبولی ،داسې بل هیچا نه دی لوبولی.

عمران خان زیاته کړې، په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د بريا خوبونه ګوري؛ نو هغوى به ولې د پاکستان خبرې ته غوږ ږدي.

عمران خان همدا راز ویلي، په افغانستان کې چې دا اوس مهال څه روان دي ددې تور په پاکستان لګول سم نه دي او وايي که پاکستان په امن کې خوښي نه لرله نو هغه به ولې کابل ته تللو.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ