غني: سولې ته د رسېدو لپاره نږدې یو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ته د رسیدو وخت راغلی او مونږ به تلپاتې سولې ته رسیږو.

ولسمشر غني دا څرګندونې نن له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۲ کلیزې په مناسبت په یوه ټلویزیوني پیغام کې کړي دي.

ولسمشر غني زیاته کړې، زمونږ د خلکو موخه له جهاده دا وه، چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د خلکو د خوښې نظام رامنځته، پوځي او ملکي بنسټونه پیاوړي او وساتل شي.

د نوموړي په باور د شوروي سرتېرو وتل له افغانستان مسوولانه نه وه نو ځکه په هېواد کې خپل منځي جګړې رامنځ ته شوې.

نوموړی زیاتوي، د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د هېواد راتلونکي ته کوم تدبیر نه و نیول شوی؛ نو افغانستان په څو اړخیزه کورنۍ جګړه کې ښکېل شو، چې په پایله کې یې د امنیتي ځواکونو، ملي بنسټونو او د افغانستان بېخ او بنیاد له منځه ولاړ.

ولسمشر همدا راز ویلي، چې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ته د رسیدو وخت راغلی او مونږ به تلپاتې سولې ته رسیږو.

ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې دې وروستیو کې په هېواد کې جګړو زور اخیستی او تر بل هر وخت حالت نازک انګیرل کیږي.

د یادونې ده چې نن د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د شوروي اتحاد د وتلو له ورځې سمون خوري؛ یعنې ۳۲ کاله وړاندې په ۱۳۶۷ لمریز کال د پخواني شوروي پوځ د ماتې له امله د افغانانو لپاره دغه ورځ د ویاړونو ډکه ورځ بلل شوې ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي