غني: سوله لومړیتوب دی، طالبان دې جګړه نه کوي، تر وروستۍ شیبې ولاړ یم

ولسمشر غني وایي طالبان باید دا ومني چې د افغانستان راتلونکی نظام باید انتخاباتي وي.

نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې سوله یې لومړیتوب دی خو که طالبان جګړو ته ادامه ورکوي نو دی د پوځ لوی درستیز دی او تر وروستۍ شېبې په د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

ولسمشر غني همدا راز ویلي چې طالبان باید د ټاکنو له لارې واک ته پر رسېدلو باورمن شي او دا ومني چې د افغانستان راتلونکی نظام به انتخاباتي وي.

د نوموړي په خبره افغانان باید د ټاکنو له حق محروم نه شي او طالبان دې ژر تر ژره جګړه ختمه کړي او د خبرو له لارې دې د ولس ملاتړ خپل کړي.

ولسمشر غني تر دې وړاندې هم په ځلونو ویلي چې جمهوریت ورته سره کرښه ده او چا ته اجازه نه ورکوي چې د زور له لارې ځان واک ته ورسوي.

په ورته وخت کې د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د اروپايي ټولنې استازې اندرولا کامینارا د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي دي.

د اروپايي ټولنې استازې له پاکستاني لوري غوښتي چې په سیمه کې د سولې په راوستو کې په تېره بیا افغانستان ته د سولې په راوستو کې خپله همکاري ډېره کړي.

نوموړې ویلي پاکستان باید له افغان سولې سره صادقانه همکاري وکړي او دلته دې د روانې جګړې په پای ته رسول کې ونډه واخلي.

پاکستاني لوري بیا ویلي چې دوی له افغان سولې سره همکاریو ته ادامه ورکوي او په دې برخه کې صادقانه اقدامات ترسره کوي.

تر دې وړاندې امریکايي لوري هم له پاکستان غوښتي وو چې په افغانستان کې د جګړو په کمولو کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر ویلي، چې د طالبانو درې ورځنی اوربند پای ته رسیدلی او ښایي، چې د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو د تاوتریخوالي کچه نوره هم لوړه شي.

مېلر له بې بي سي سره په یوه مرکه ویلي، چې دوی به د تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

سکاټ مېلر ویلي، اوس هغه وخت رارسېدلی، چې افغان امنیتي ځواکونه په خپلو پښو ودریږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، امریکايي ځواکونه اوس هم له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.

وروستي مطالب