اپریل 16, 2021

غني:له انتخاباتو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړم

Advertisements

ولسمشر محمد اشرف غني له سي ان ان سره په تازه مرکه کې یو وار بیا ټینګار کړی چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي.
ولسمشر غني په خپله مرکه کې ویلي، چې زما د واکمنۍ له پیل تر دې دمه څلویښت زره ملکي او نظامي افغانان وژل شوي چې ستر اکثریت یې سرتیري دي.
نوموړي زیاته کړې چې دغه ټوله موده کې یوازې ۹۸ بهرني سرتیري وژل شوي چې تیر ۲۰۲۰ کې دا شمیره بیخي صفر ته را ښکته شوې ده.
بل خوا د طالب پلاوي یو شمېرغړو ویلي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام بڼه، د دوی د بندیانو خوشي کېدل او د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب چارواکو د نومونو ایستل یې د اجنډا لومړیتوبونه دي.
دوی دا څرګندونې، د ولسمشرغني د هغې خبرې په ځواب کې کړي چې ویل یې دي یوازې د ټاکنو له لارې د واک لېږد ته چمتو دی.
طالبان داسې مهال دا غبرګون ښيي چې ټاکل شوې نن په دوحه کې د افغان سولې خبرو پر اجنډا بحث بیا پیل شي.
لا تر اوسه د سولي د دغو خبرو اجنډا مالومه نه ده خو مخکې د دواړو پلاوو ځینو غړو د اجنډا د موضوعاتو په اړه بېلا بېلو غونډ‌و کې خبرې کړې دي.
افغان پلاوی وايي، اوربند یې د اجنډا په سرکې دی او طالب پلاوي بیا ویلي د اجنډا لومړۍ موضوع یې په افغانستان کې د نظام بڼه ده.
بل لورته د حزب اسلام مشر ګلبدین حکمتیار سولې ته د رسېدو لپاره یواځينۍ لار د اوسني حکومت بدلون یاد کړی دی.
ده ویلي تر هغه چې د اوسني حکومت په رهبرۍ کې بدلون رانشي طالبان سولې ته زړه نه ښه کوي.
حکمتیار زیاته کړې طالبانو د امریکا او پاکستان هغه غوښتنه رد کړې چې ګنې اشرف غني دې د یوه کال لپاره په واک کې پاتې شي.
د طالبانو له څرګندونو سره هم مهاله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي اندونیزیا، ناروې، استرالیا او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو په قطر کې د بین الافغاني خبرو د سولې دوهم پړاو خبرو پیلېدو هرکلی کړی دی.
سرچینه وایي چې یادو هېوادونو دغه راز د سولې له بهیر نه هم بشپړ ملاتړکړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د جمعې په ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د هند د بهرنیو چارو له وزیر جي شنکر، د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې مېنټو مرسودي او د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر ایني ماري اریکسن سره هم د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
هغه ویلي د سولې لپاره د اسلامي نړۍ رول او ملاتړ تر ټولو مهم دی.
که څه هم یوځل بیا د عامو افغانانو هېلې سولې ته ډېرې شوي خو د حکومت د بدلون په اړه د ګلبدین حکمتیار خبرو خواشينې کړي.
ګڼو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې پر حکمتیار نیوکې کړي او دی یې د هېواد او نظام دښمن بللی دی.
د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي وایي حکمتیار تل د نظام پر ضد څرګندونې کړي او هڅه یې کړې چې دلته د پردیو دسیسې پلې کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې حکمتیار د نظام پر ضد څرګندونې کوي نوموړي له دې وړاندې هم له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې د موقت حکومت په اړه څرګندونې کړې وي چې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوی وو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ