اپریل 19, 2021

غني:طالبان د وضعیت په پېچلي کولو، سولې ته خنډونه جوړوي

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې په هرات کې د تېرې ورځې برید غندل شوی او ولسمشر غني یې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

ولسمشر غني ویلي چې طالبان د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو وضعیت پېچلی کوي او په دې توګه د سولې په لار کې خنډونه جوړوي.

نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې طالبان په دغه ډول بریدونو د سولې لپاره د ارادې نشتوالی ښيي او په وینا یې دغه ډله د خبرو له لارې د اوسني بحران ختمولو ته ژمنه نه ده.

په هرات کې تېره شپه خورا درنه چاودنه وشوه چې اته کسه یې وژلي او شپېته نور یې ټپیان کړي دي.

تر اوسه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی خو افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي.

د یادونې ده چې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې هدفي وژنې په سختو ټکو غندلې او د بندولو غوښتنه یې کړې ده.

امنیت شورا په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، د قضايي څانګې غړي، مطبوعاتي کارکوونکي، روغتیا پالان او د بشري حقونو مدافعان په نښه کیږي.

د امنیت شورا د دغو مخ پر زیاتېدونکو بریدونو په اړه خواشیني ‌ښودلې، د سملاسي بندولو او محکمې ته د عاملانو د کشولو غوښتنه یې کړې ده.

خو په اعلامیې کې ویل شوي ‌نه دي ‌چې د دغو بریدونو عاملان څوک دي. د امنیت شورا په افغانستان کې له ښکېلو غاړو غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي چې د ولسي خلکو مصونیت هم په کې شامل دی.

اعلامیه وايي د ولسي خلکو قصدي ‌وژل ښايي جنګي جنایت وبلل شي. دوی همدغه راز ټېنګار کړی دی چې په افغانستان کې تلپاتې سوله د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لوري د همه شمول او هر اړخیزو خبرو له لارې راتلای شي.