غاښونو برسول؛ څنګه او څه وخت باید غاښونه برش شي؟

ليکنه او راټولونه

دا چې څنګه او څه وخت غاښونه برس کړو دې لیکنې کې تاسو ته وایو.

ـ د خوړو له خوراک وروسته باید دېرش دقیقې انتظار وکړو او  وروسته غاښونه برس کړو.
د خوړو د خوراک د ختم سره سم د غاښونو برس کول د غاښونو د خرابېدو سبب کېږي، په دغه حالت کې د خولې د پی ایچ لیول ټیټ یانې اسیډي وي نو ځکه د غاښونو برس کول د دې سبب کېږي چې د برس تارونو د لارې د خولې اسیډ د غاښونو د سطحو سره وسولېږي او د غاښونو د (مګلو) سبب کېږي، چې د غاښونو پر سطحو ژوري ټکي جوړوي کوم چې د باکټریا او غذای ذراتو د نښلېدو لپاره چانس زیاتوي او د غاښونو د کویټو سبب کېږي.

ـ د تل لپاره دا خپل عادت مه جوړوئ چې د غاښونو برس کول د یوې معلومې ټکي څخه پیل کړی.
څېړنو ښودلې ده چې اکثره خلک د غاښونو برس کول د تل لپاره د یوې معلومي ټکي څخه پیل او پر بلې معلومې ټکي یې ختموي کوم چې یو سم او صحیح عادت نه دی.
دا ځکه، له هغې ټکي څخه چې تاسې د غاښونو برسول پیلوي نو په دغه وخت کې ستاسې میلان د غاښونو برسولو ته زیات وي مګر کله چې اخري ټکي ته نږدې کېږي په دغه وخت کې پر تاسې د غاښونو برس کول سخت او زړه ټنګونکی تمامېږي کوم چې د دې باعث کېږي ترڅو دغه وروستۍ سطحي په سمه توګه برس نه شي.

ـ هر کله چې غاښونه برس کوئ نو د غاښونو پر سطحو ډېر فشار مه راوړئ، پر برس باندې ډېر فشار واردول د دې سبب کېږي چې د غاښونو څخه وری شاته ولاړ شي او غاښونه د نارومل اندازې زیات لوڅ شي.

ـ غاښونه حداقل د دوه دقیقو لپاره برس شي، ځکه که موږ ژر برس کړو، ټولې برخې سمې نه پاکېږي او میکروبونه پکي پاتېږي.

ـ د غاښونو د برس پر مهال د خلفي غاښونو ټولو سطحو او د ټولو غاښونو داخلي سطحو یعنې هغه سطحو چې ژبې طرف ته قرار لري توجو وکړو.

ـ د غاښونو د برسولو لپاره باید یو مناسب برس وټاکل شي؛ اکثره خلک د غاښونو د برس لپاره ډېر کوچنی او یا ډېر لوی برس ټاکي چې په دغو دواړو صورتونو کې ګټور نه تمامېږي.

ـ هغه سبزي او میوه استعمال کړئ کوم چې په طبیعي توګه د غاښوو د پاکوالي قدرت لري.
کله چې تاسې یوځای تللي اوسئ یا هم موقع نه وي چې غاښونه پرېولی نو هغه وخت کې داسې سبزي وخوړئ چې فایبر ولري ترڅو د هغه په خوړولو سره ستاسې غاښونه پاک شي.

ـ د غاښونو برس پاک وساتئ او هره درې میاشتې وروسته باید بدل شي ځکه هغه تارونه یې کمزوري کیږي که مخکې له درې میاشتې هم تارونو کې بدلون راغی باید ایسته شي.

ـ کله چې مو غاښونه پرېولل د برس وروسته که خوله کې اوبه وانه چول شي ښه ده، ځکه چې د میکروب ضد او انټي سبټیک مواد کوای شي په بهتره توګه خپله وظیفه اجرا او د خولې حفظ الصحه لا پیاوړې کوي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ