اقتصاد ټولنیز ژوند سیاست

غافله ادارې

لیکنه: نعمان دوست

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې یو پول جوړیده. دا سیمه د لغمان له مرکز ( مهترلام ښار) څخه شاوخوا( ۲۴ ) کیلومتره واټن لري. سړک کنډ و کپر و. خو د مشرانو وینا ده چې والي به خپله له کاري بهیر څخه د نظارت لپاره په یوه جیپ موټر کې راته. کارګرو سره یې کار کاوه، هغوی یې کار ته هڅول او یو ځای یې ورسره ډوډۍ خوړله.

د همدې نظارت او کاري اخلاص برکت و چې پر یاد شوي پول لسیزې تیرې شوې، چاینداره او غول پیکره ټانکونه پرې تیر را تیر شول خو لا هم په خپل حال او سلامت دی.

دا پول هغه وخت را یاد شو چې کونړ کې مې څو کلونه وړاندې د کونړ پر سیند اوږده پلونه ولیدل چې د وخت د والي صیب په مبارکو(!) لاسونو د افتتاح نېټه پرې لیکل شوې وه. له دې نیټې لا کال نه و تیر چې پول له استفادې وتلی و.

د (سختو ورځو د ولسمشر) ډيری پروژې دغه شان دي. ځینې آن د هغه په لومړۍ واکمنۍ کې بیرته ړنګې شوې او ځینې اوس په ړنګیدو دي. دا ځکه چې حکومتي ادارو کې فساد بغارې وهي. پروژې څو لاسه پلورل کیږي او څارنې سر خوړلی دی.

اوس یو بل پول دی چې د ړنګیدو په حال کې دی. دا پول د کابل د نوې اډې دی. دا اډه د پخواني والي ګل اغا شیرزي په وخت کې پرانیستل شوه او د همدې مبارک(!) دومره ستر عکس پرې لګول شوی و لکه له شخصي بودجې چې یې جوړه کړې وي.

اوس د پول سیخان راوتلي دي. فقط لکه د افریقايي هیوادونو کوم وږي ماشوم ته چې ګورې چې د مفسدو حکومتونو او مفسدو ادارو له شامته یې هډوکي ښکاري او پښتۍ یې په اسانه شمیرل کیږي.

دا پول د ولایت له مقام څخه شاوخوا پنځه کیلومتره واټن لري. تر دې ځایه سړکونه هم قیر دي. هر والي صیب د ښو نرمو موټرو څښتن هم تېر شوی. اداري رییسان هم په داسې موټرو کې ګرځي لکه جاپان کې چې ریاستونه لري؛ خو د دې پول کتلو ته هیڅوک نه راځي او یا له شرمه نه ورګوري.

د یوه ډاکټر نکل را یاد شو:
هسې په نوم یو ډاکټر و. هدیرې څخه د تیریدو په مهال به یې مخ پټوه. چا ترې پوښتلي و. ډاکټر ویلي و: له مړو شرمیږم. دوی زما له لاسه دلته راغلي!
شاید دې پول ته هم څوک له شرمه نه ګوري.

د کابل د نوې اډې پر پله هره ورځ په سلګونو موټر ( سورلۍ او بار وړونکي) اوړي را اوړي. خو د پول وضعیت ته پام نشته.
د ولسمشر غني په دوره کې، چې د خلکو ورته ډیره اسره وه، هم نظارت سر خوړلی. په ښارونو کې چې دا حال دی، د اطرافونو او جنګي ساحو به څه حال وي.

دلته له ټولګټو پروژو سره ډير خیانت روان دی. چیرته یې آن د شخصي منفعت له کبله مخه ډب کیږي او چیرته بیا په داسې کیفیت جوړیږي چې عمر یې په خوارځواکۍ د اخته ماشوم په څير لنډ وي.

سړی حیران شي، اخر د خپلو ټولګټو پروژو پوښتنه له چا وکړي؟ سړی هیڅ نپوهیږي چې له دغه شان پروژو څخه څارنه د کومې ادارې مربوط ده؟ او…

له یوې خوا زموږ ټولګټې پروژې د سوال په پیسو جوړیږي. له بلې خوا یې قراردادونه څو لاسه خرڅیږي او کیفیت یې ښکته راځي او له بلې خوا د نظارت په نوم څه نشته. که وضعیت همداسې دوام وکړي ډير ژر به افغانستان هغه حالت ته وګرځي چې هیڅ شی به یې جوړ نه وي پاتې. نړیوال به په افغانستان کې د خپلو مرستو په ارقامو بریتونه تاووي او موږ به د خپلو ځوانیمرګ پروژو جسدونو ته د حسرت اوښکې تویوو.

محمد نعمان دوست
د ثور۳۰مه، ۱۳۹۷

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.