عمر بن لادن؛ د خپل پلار په کړنو شرمېږم

د اسامه بن لادن کوچني زوی ويلي په ٢٠٠١م کې د خپل پلار له کارونو شرم او وېره لري.
د واشنګټن اګزماينر ورځپاڼې په حواله، عمر بن لادن د القاعده شبکې د پخواني مشر، بن لادن تر ټولو کوچني زوی، د سنديکای یهودي خبري سروېس سره په مرکه کې وويل: د دې منل چې پلار مې د داسې کار رهبرۍ وړتيا درلوده، راته سخت دي. هغه ورځ يې زموږ ژوند د تل لپاره بدل او ژوند کول يې، موږ ته ستونزمن کړل. نوموړی چې اوس ٤٠ کلن دی، وړاندې وويل: زه د خپل پلار د کړنو له امله د شرم او وېرې احساس لرم.

نوموړی چې اوس د فرانسې د ساکت نرماندي هنرمند دی، زیاته کړه: زه په یوه داسې کس د بدلېدو په مسير کې وم، چې پلار مې ځای درلود او تمه وه چې د القاعده شبکې رهبر شم، خو ومې نشو کړای. په دغو کلونو کې مې یوازې د لاسه ورکولو او درد / کړېدو احساس درلود او اړ وم له دې حقیقت سره چې پلار مې څه کړي ژوند وکړم.

عمر بن لادن د اسرائيلۍ يهودۍ مور څخه دی او نوموړي ته دا فرصت ورکړل شوی تر څو د اشغالي هېوادونو په پوهنتونونو کې، د سولې په اړه ويناوې وکړي.
نوموړي وړاندې وويل: پوهېږم له ١٩٤٨م څخه فلسطينيانو د يهودي ملت تر څنګ ژوند کړی. باور لرو چې نړۍ چې متحد ژوند کولو ته ضروت لري او د هر مذهب ګاونډيان کولای شي د يو بل ترڅنګ په سوله کې ژوند وکړي.