عمران خان: که طالبان په زور واک ته ورسېږي خپله پوله ورسره تړو

د ډاڼ په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې ویلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی او ویلي یې دي چې که چېرته طالبان په زور پر ټول افغانستان واکمن شي نو پوځ به یې کوم اقدام ونه کړي خو خپله پوله به ورسره وتړي.

هغه دغه راز څرګنده کړې چې پاکستان له مرکزي اسیا سره ښو سوداګریزو اړیکو ته ژمن دی او د افغانستان له لارې به د دغې سیمې له هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي.

عمران خان په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی دی چې که تاوتریخوالی همداسې دوام ومومي نو دغه هېواد به یو ځل بیا کورنیو جګړو کې ښکېل شي.

هغه څرګنده کړې چې دوی د سولې برخه کې خپله ټوله هڅه کړې ده خو په خبره یې، له بده مرغه چې افغان چارواکي لا هم دا احساس کوي چې ګوندې پاکستان هغسې چې اړینه ده همکاري نه کوي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دوی به د طالبانو پر وړاندې له نظامي اقدام پرته ټول فشار وکاروي څو دا ډله د مذاکراتو له لارې سولې ته وهڅوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي طالبان سولې ته نه دي ژمن او غواړي د زور له لارې ځان واک ته ورسوي.

محب په یو شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو د سقوط په اړه ویلي، چې طالبان د لومړي ځل لپاره د پټې جګړې پر ځای علني جګړې ته راوتلي.

نوموړي ویلي، چې د یو شمېر سیمو نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو غوښتل د خلکو په منځ کې یوه وېره پیدا کړي چې ګواکې د افغانستان حکومت سقوط کوي.

د ده په خبره د افغانستان ولس او حکومت به نظام سقوط کولو ته پرې نږدي.

هغه زیاته کړې، طالبانو په دې تېرو څو ورځو کې څه نا څه پرمختګ کړی مګر دا داسې کارونه، نه دي چې مخه یې نشي نیول کېدی.

د ده په خبره طالبان د پټې جګړې نه راوتلې او ښکاره جګړه یې پیل کړې ده.

هغوی صفونه لري او صفونه یې ماتیږي او وضعیت به تغیر کوي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ