عمران خان: نارینه روبوټونه نه دي، د ښځو لباس د دوی د ځورونې لامل کېږي

 

د پاکستان لومړي وزیر “عمران خان” د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي په اړه ویلي دي چې ” نارینه روبوټونه نه دي ، که چیرې یوه ښځه وړې جامې اغوندي، نو اغیزه خو به خامخا لري.

امریکايي تلویزیون ته په یوه مرکه کې د پاکستان لومړي وزیر”عمران خان” ویلي، چې موږ ډېسکو یا د شپې کلبونه نه لرو ، زموږ په بشپړه توګه یوه بېله یا مختلفه ټولنه ده.

“عمران خان ” دا هم ویلي، کله چې تاسو (ښځې) خلک تحریکوئ ، دا ځوانان د تګ لپاره هېڅ ځای ونه لري ، نو طبعا داسې پایلې به لري.
یاني(ښځې چې ځوانان تحریکوي او هغوی د خپل هوس سړولو ځای نه لري، طبعا چې ښځې به د جنسي ځورونې باعث کېږي.)

د دې پوښتنې په اړه، چې ایا د ښځو د جامو انتخاب واقعا د دوی په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي یا ځورونې لامل دی؟
عمران خان وویل، چې دا په ټولنه پورې اړه لري په کومه کې چې تاسو ژوند کوئ.