عمران خان: د دایمي ثبات لپاره د همه شمول حکومت جوړول حتمي دي

طالبان دې د څلوېښت کلنې جګړې د ختمېدو لپاره همه شموله حکومت جوړ کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د یوه با ثباته او دایمي حکومت جوړېدو ته اړتیا ده او دا یوازې په دې کېږي چې ټول اړخونه سره سلا شي.

نوموړي زیاته کړې که طالبان غواړي چې په رښتیا دلته روان څلوېښت کلن ناورین پای ته ورسېږي؛ نو باید ټولو اړخونو ته په حکومت کې واک او ځای ورکړي.

هغه همدا راز پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې له طالبانو سره خبرو ته ادامه ورکړي او دغه ډله تیاره کړي چې بشري حقونه او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د عمران خان په خبره که طالبان د یوه همه شموله حکومت په جوړیدو بریالي شي او د افغانستان د ټولو اړخونو استازي پکې وي، په افغاستان کې به له ۴۰ کلونو وروسته امنیت تامین شي.

خو نوموړي خبرداری ورکړ، که طالبان په افغانستان کې یو همه شموله حکومت جوړ نکړي، دا کار به د ګډوډیو د رامنځ ته کیدو، د ستر بشري ناورین د رامنځ ته کیدو او په افغانستان کې د کډوالو د ستر مشکل د رامنځ ته کیدو لامل شي.

عمران خان وویل، طالبان په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځ ته کیدو د مخنیوي په هدف، د نړیوالو مرستو د ترلاسه کیدو هڅه کوي.

د هغه په خبره، نړیواله ټولنه کولی شي‌ د مشروعیت په طرف د طالبانو د کاږلو په برخه کې له دې مرستو څخه استفاده وکړي.

د عمران خان له خبرو سره هممهاله، د یاد هیواد د ملي‌ امنیت سلاکار معید یوسف ویلي دي چې امریکا باید له پاکستان سره د اړیکو د بیا ټینګښت په ارزونو کې، د پاکستاني چارواکو پیغامونو ته غوږ کیږدي.

About هوسۍ لؤنګ 873 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله