عمان هم د شل اوریز جام کوربتوب ته غاړه ایښې

 

د عمان هېواد اعلان کړی، چې کولای شي د عربي متحده اماراتو سره په شریکه د شل اوریز نړیوال جام کوربتوب وکړي.

د عمان د کرکټ بورډ مشر پنکاج خیمجي د هندوستان د کرکټ بورډ مسوولینو سره خبرې کړي دي.

عمان چې په شل اوریز جام کې لوبېږي، تمه یې ښودلې چې د نړیوال جام لومړی پړاو د عمان په مرکز مسقط کې به ترسره شي.

د کرکټ نړیوالې شورا ډایرېکټر هم ویلي دي، چې د عمان لخوا په ملاقات یا ناسته کې دا خبره مطرح شوې ده، خو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د جون د لومۍ نېټې په ملاقات کې د کرکټ نړیوالې شورا په دې لټه کې وه، چې د عربي متحده اماراتو د درې لوبغالو دوبۍ، ابو ظبي او شارجې سربېره یو بل لوبغالی هم ومومي، ترڅو پرې نړیوال جام ترسره کړي.

له دې وړاندې هندوستان د شل اوریز جام لپاره چمتو شوی و؛ خو هلته د کورونا وایروس زیاتوالی د دې لامل شوی، چې نړیوال جام دوبۍ ته انتقال شي او هلته یې کوربتوب وشي.

عمان دوه لوبغالي لري، چې د کرکټ نړیوالې شورا هم په رسمي ډول د نړیوالو لوبو لپاره مناسب بللي، د عمان د اکېډمي ګراونډ ون په نامه لوبغالی د افغانستان او زِمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبو ته هم ځانګړی شوی و؛ خو دا لوبې بیا ترسره نشوې.

 

د نړیوال جام لوبې په دوو کټګوریو کې

په لومړي پړاو کې یې اته کوالفای کوونکي یا غوره شوې لوبډلې، سریلانکا، ایرلېنډ، پاپوا نیوګیني، عمان، بنګله دېش، نمېبیا، نېدرلېنډز او سکاټلېنډ د اکټوبر له ۱۸ مې تر ۲۳ مې نېټې لوبېږي.

ورپسې سوپر دولس پړاو لوبې پیلیږي، دا لوبې د اکټوبر په ۲۴ مه پیلیږي.

په سوپر ۱۲ پړاو کې خو افغانستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، انګلستان، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، هندوستان، بنګله دېش او پاکستان دي.

دا ۹ لوبډلې په سوپر ۱۲ پړاو کې شاملې دي، یعنې دې لوبډلو دې پړاو ته کوالیفای کړې ده.

سږ کال د نړیوال جام اووم پړاو ترسره کېږي.

 

وروستي مطالب