علي وزیر باجوه ته: غیري انساني جرمونه ته کوې او بښنه به زه غواړم

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر چې څو ورځې وړاندې له زندان څخه خوشې شوی و بېرته زندان ته وړل شوی او له زندان څخه یې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه ته په یو پرانیستي لیک کې ویلي، تاریخ به فیصله وکړي چې د انسانیت پر ضد جرمونه چا کړي او بښنه باید څوک وغواړي.

نوموړي زیاته کړې، دا پر هغه تریخ حقیقت اعتراف دی چې په دې هېواد کې د حکمرانۍ او سزا واک له چا سره دی او څوک علي او ملګري یې بیا بیا زندان ته اچوي.

علي څرګنده کړې، (عجیبه ده د انسانیت پر وړاندې جرمونه تاسې کوئ او بښنه به زه غواړم).

نوموړي دا لیک وروسته تر هغه له زندان څخه باجوه ته استولی دی چې باجوه څو ورځې وړاندې ویلي وو چې علي وزیر باید د خپلو کړنو له امله بښنه وغواړي.

د علي وزير د لیک په اړه تراوسه پورې د پوځ او حکومت لخوا کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

بلخوا د پښتونخوا سیاسي فعال ایمل ولي خان په تازه څرګندونو کې د افغان جګړې په اړه د ملا فضل الرحمن وورستی دريځ غندلی دی.

نوموړي ویلي دا څنګه ولسواکي شوه چې یو څوک پر سټيج درېږي او په افغانستان کې د افغان وژنې له روانې جګړې ملاتړ کوي.

دده په وینا په افغانستان کې له روانې جګړې ملاتړ له افغانانو سره ښکاره دښمني ده او پاکستاني حکومت ته په کار ده چې د ورته مداخلاتو مخه ونیسي.

هغه په افغانستان کې روانه جګړه ترهګري بللې ده او په وینا یې له دې جګړې ملاتړ کوونکي ترهګر دي او باید د ترهګرو په څېر چلند ورسره وشي.

ملا فضل الرحمن له هغو پاکستاني ملایانو دی چې تل یې په افغانستان کې د طالبانو له جګړو او فعالیتونو ملاتړ کړی دی.

افغانان بیا په ټولنیزو رسنیو کې هغه د پاکستاني استخباراتو ګومارل شوی ملا بولي.