عظمت الله عمرزی؛ له پاکستان سره به سختې لوبې نندارې ته وړاندې کړو 

د جون په لسمه افغان لوبغاړو په کابل کې تمریناتي کمپ پیل کړی دی او موخه یې له پاکستان سره د درېیوو یو ورځنیو لوبو لپاره چمتووالی دی.

په دې کمپ ۳۰ لوبغاړي برخوال دي، چې ځېنو ځوانو لوبغاړو ته پکې هم ځای ورکړل شوی دی.

د ځوانو لوبغاړو په منځ کې یو هم عظمت الله عمرزی دی، چې کمپ کې ورته وخت ورکړل شوی دی.

عمرزی چې ۲۱ کاله عمر لري د نولس کلنو لوبډلې یو غوره الراونډر و.

عظمت الله عمرزي ویلي دي چې له دې تمریناتو څخه معلومېږي، چې د پاکستان پر وړاندې خورا سختې او د افغانستان په ګټه لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

ځېنو نورو ځوانو لوبغاړو لکه عبدالله عادل، عبدالواسیع او نورو ویلي چې په دې تمریناتي کمپ کې به ډېر څه زده کړي.

خو ځېنې د کرکټ مبصرین بیا په کرکټ بورډ نیوکه کړې او دا چې جنوبي او جنوب لویدیځ لوبغاړو ته پکې برخه نه ده ورکړل شوې، دا یې بې انصافي بللې ده.

بختیارساحل چې یو وخت په ختیځ کې د کرکټ بورډ رئیس و او ډېر وخت له کرکټ بورډ سره پاتې شوی دی او اوس وخت نا وخت د کرکټ بورډ په ځېنو پرېکړو لیکنې او نیوکې کوي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي.

« بست کرکټ زون اړوند لوبغاړي او د ملي لوبډلې روزنیز کمپ

د افغانستان کرکټ اداره په پینځو زونونو وېشل شوې وه، چې اوس یې د زون په نومونو ادارې ختمې کړې، خو په شپږیزه، لېست ای( یو ورځنیو ) او فرسټ کلاس سیالیو کې لا هم د زونونو په نومونو لوبډلې شته.

زه دلته یوازې د بست زون په تړاو وایم!

څه باندې دولس کاله کېږي چې منظم کورنی کرکټ په افغانستان کې روان دی او هر زون ته پوره امکانات او دلوبو فرصتونه ورکړل شوي دي؛ لېکن بیا هم د ملي لوبډلې په تازه پیل شوي روزنیز #کمپ کې د بوست زون یو #لوبغاړی هم نشته.

داسې نه ده چې یاد زون لوبغاړي نه لري، زه یې د څو تنو نومونه ذکر کوم:

منیر کاکړ، دستګیر خان، باقي پوپل، عبدالله تره خېل، وقار الله اسحاق، احمد ظاهر او نوید زابلی…..

کله چې په دېرشو یا هم تر دې د زیاتو لوبغاړو تمریناتي کمپ وي ولې د یاد زون لوبغاړي لکه هر وخت له نظره غور ځول کېږي؟

په بست زون کې کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، فراه، نیمروز، هرات، بادغیس او .. شامل دي.

په دولسو کلونو کې لوی کندهار د دې قابل نشو چې ملي لوبډلو ته یو سم لوبغاړی ورکړي!؟

ګرم څوک دي؟؟؟

#کرکټ

#مساوات

#حقوق

#بست

#کندهار

#بورډ

»#نه_پاملرنه

له پاکستان سره د افغانستان لوبې

تمه وه چې افغان لوبډلې له سریلانکا سره په جون کې لوبې کړې وای؛ خو دا لوبې د ډېر بوخت وخت له امله وځنډول شوې.

خو پاکستان سره لوبې په سپټمبر میاشت کې مهالوېش شوي دي، درې یو ورځنۍ لوبې به د افغانستان په کوربتوب په دوبۍ کې ترسره شي.

یعنې نږدې درې نیمې میاشتې وروسته به موږ له پاکستان سره لوبې ولرو.

دا چې افغان لوبډله به د نوي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په رهبرۍ کې له پاکستان سره څنکه لوبې وکړي، وخت به یې جوته کړي.

افغانستان له پاکستان څخه د کرکټ په کېرېئرکې یواځې یوه یو ورځنۍ تمریناتي لوبه ګټلې ده.

په هغې لوبه کې حشمت الله شهیدي ۹۷ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

په نړیوال جام کې هم افغان لوبډلې د پاکستان پر وړاندې خورا ښه لوبه روانه کړې وه، خو د چټکو توپ اچوونکو کمښت افغان لوبډله له ماتې سره مخ کړه او ګلبدین نایب په یو اوور کې ۲۰ منډې ورکړې، چې لوبه یې پاکستان ته په واک ورکړه.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ