عزیز الله فضلي وايي په ملي لوبډله کي شهزاد ته هیڅ اړتیا نشته!

د افغانستان د کرکیټ بورډ مخکیني رئیس عزیز الله فضلي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چي په ملي لوبډله کي اوس شهزاد محمدي ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي.
هغه ویلي، چي اوس د شهزاد محمدي پر ځای په ملي لوبډله کي ځوان لوبغاړي رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل شتون لري.
هغه د دې ترڅنګ ویلي، چي په ملي لوبډله کي افتاب عالم ته اړتیا شته او بورډ باید د هغه بندیز ژر تر ژره لیري کړي.
هغه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي:
(( د کرکټ لوبې مينه والو ؛
څنګه چې تاسې په جريان کې ياست شهزاد محمدي بيرته له ملي لوبډلې سره يو ځای شو دا په داسې حال کې ده چې رحمن الله ګربز او اکرام علي خيل په شتون کې شهزاد ته ضرورت نشته او بل لوري ته آفتاب عالم چې اوسمهال ملي لوبډله ورته اشد اړتيا لري چې په آفتاب عالم باندې بنديز هم تر ډيره سياسي وه نو هيله ده چې آفتاب عالم بنديز ژر تر ژره لرې شي او له ملي لوبډلې سره بيرته يو ځای شي )).
https://www.facebook.com/HajjiAzizullahFazli/photos/a.564484940353995/1776380315831112/?type=3&eid=ARCNLp0YBQD_LfwM025Dg_Y4qMWjNSsBrYehaYbsRiaQgwNxLwR6G3rLZbPnmnUIMXddqYjv-CQx8Klz&xts%5B0%5D=68.ARDQN-uhgahU506lkYh_iKw200dAK2DghpfcbBFET1S1AYrFfd3_93UDvF9rfNCTqRroKFweKUnAkJAyMntWdIzWHu5kECBkdZiMznMnjKRas6B44NBgka72FJeirs8w0A5_CX3E8D5NJBQRfW5a17_YNA1krwPbOdzuMZo1AeAw06wfHM1eyKJLUYPi86j2pkDLYUOsVsUqVR2O4JuxozcnDXLulExaRIvN7cqtm3PAUzMBP76-tk-ueuh4Wqukg4UZ0-e-CT5uPgL5uCneutit-lmR5LeM_ijjwjJssUeMZs7tJUoeZF2DOyLSIs5LK8-j9bnKG5YoXdMYHlFGSJTNFQ&tn=EEHH-R
 
عزیز الله فضلي دا څرګندوني وروسته له هغه کړي، چي د تیري چهارشنبې په ورځ کرکیټ بورډ د افغانستان د ملي لوبډلي لوبغاړي شهزاد محمدي باندي د لګول سوي بندیز د لیري کېدو په اړه خبر ورکړ.
کرکیټ بورډ پر شهزاد محمدي باندي د تېر ۲۰۱۹م کال په اګسټ میاشت کي د  اداري اصولو څخه د سرغړوني له امله یو کلن بندیز لګولی وو، چي اوس کرکیټ بورډ ئې د بندیز د پای ته رسېدو په اړه خبر ورکړ.
هغه څه موده مخکي د ادارې د عمومي مشر او ډسپلین کمېټې له لوري پر نوموړي د پاتې مودې بندیز د بخښنې غوښتنه کړې وه، چې په پایله کې د ادارې د ډسپلین کمېټې د پرېکړې او عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي له تایید وروسته پر نوموړي د بندیز پاتې موده وبخښل سوه.

که څه هم پر ملي لوبغاړي محمد شهزاد د پاتې مودې لپاره د لوبې نه کولو بندیز لرې کړل شو، خو د هغه د قرارداد د بندیز موده به تر خپلې ټاکلې مودې پورې وي چې د یادې مودې له پای ته رسېدلو وروسته به نوموړی له ادارې خپل قرارداد ترلاسه کړي.
محمد شهزاد د کرکټ بورډ مشرتابه له اجازې پرته د سفرونو او همدارنګه د یوه بل هېواد په کرکټ اکاډمۍ کې د تمریناتو له امله له بندیز سره مخ شوی و، ځکه هر لوبغاړی چې له هېواده بهر د سفر تابیا لري نو باید له ادارې اجازه ترلاسه کړي.
 نوموړی د نړیوال جام لوبو پر مهال هم د زنګانه د ټپ له امله له لوبو راګرځول شوی و.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ