عزيز الله فضلي: نجيب ځدران د لوبډلمشرۍ لپاره ښه انتخاب دی

د افغانستان د کريکټ بورډ پخوانی مشر عزيز الله فضلي وايي چې نجيب الله ځدران بايد د شل اووريز کريکټ لوبډلمشر وټاکل سي.

فضلي تېره شپه ناوخته پر خپلې فيسبوک پاڼې ليکلي وه چې کريکټ بورډ غوښتل د شل اووريز کريکټ لپاره لوبډلمشر وټاکي خو د نامالومو دلايلو له امله موضوع بې نتيجې پاته سوه.

فضلي وايي چې نجيب الله ځدران د شل اووريز کريکټ لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی،همداسې لکه څنګه چې حشمت الله شهيدي د يو ورځنيو او ټيسټ لوبو لپاره جوړ لوبډلمشر دی.

نوموړی پر خپلې فيسبوک پاڼې ليکي:

د افغانستان کرکټ لوبې مينه والو ؛

نن ورځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل آوريزو سياليو لپاره لوبډلمشر ټاکل کيدو خو د لوبډلمشر ټاکنه د نامعلومو دلايلو له وجهې وځنډيده .

د نجيب الله ځدران او رحمن الله گربز په سر خبرې اترې روانې دي ، زما په آند اوسني شرايطو ته په کتو سره نجيب الله ځدران د لوبډلمشر په حيث د شل آوريزو سياليو لپاره به ښه ټاکنه وي .

لکه څنګه چې د حشمت الله شهيدي حصه په ۵۰ آوريزو او ټيسټ سياليو کې تل ښه وي او ښې لوبې کوي او د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په حيث ټاکنه يې هم غوره ټاکنه وه ، همدا شان د افغانستان شل آوريزو سياليو د بريا په حصه کې د نجيب الله ځدران رول تل ښه وي نو اوسني شرايطو ته په کتو سره د نجيب الله ځدران ټاکنه د شل آوريزو سياليو لوبډلمشر په حيث ښه ده.

پرون د افغانستان د کريکټ بورډ مشر فرهان يوسفزي په خبري کنفرانس کې د یو لړ نورو مسايلو ترڅنګ دا هم وويله چې تر راتلونکو دوو اونيو پورې به د شل اووريزو لوبو لپاره نوی لوبډلمشر وټاکي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ