همدارنګه دغو هېوادونو لومړۍ بشردوستانه مرستې راولېږلې او محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د قطر د بهرنیو چارو وزیر لومړنی بهرنی لوړ پوړی چارواکی وو، چې د طالبانو تر واکمېدو وروسته يې افغانستان ته سفر وکړ.
امریکا باید د پاکستان پر وړاندې پر خپله تګلاره له سره کتنه وکړي. نیویارک ټایمز په یوه تحلیل کې ویلي، امریکایي سیاستوال او ډېری پالیسي جوړوونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې تر ټولو ستره مسوولیت پر پاکستان دی نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې نور دې پر دغه هېواد له تکیه کولو لاس واخلي. په مطلب کې راځي له پاکستان سره دې نظامي همکارۍ … نور ولولئ
چین ډاډ ورکړی دی چې له افغانستان څخه به دغه هېواد ته د جلغوزیو د صادراتو بیا پیل ته زمینه برابره کړي. دا څرګندونې په کابل کې د چین لوی سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي. د یاد وزارت په خبره، په دغه ناسته کې د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ پر راتلونکې ناستې موافقه شوې ده چې وخت او ځای … نور ولولئ