عبدالله: نړیوال دې طالبان جدي مذاکراتو ته وهڅوي

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې په هېواد کې روانه اوږده جګړه نه د منلو وړ ده او نه هم نظامي حل لاره لري.

نوموړي نن په کابل کې د سولې د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا په موخه جوړې شوې پنځمې مجازي ناسته ته چې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو بنسټونو استازو پکې برخه لرله وویل، سیمه‌ییز او د نورې نړۍ هېوادونه دې پر طالبانو فشار راوړي څو جدي مذاکراتو ته حاضر شي.

نوموړي زیاته کړې چې په هېواد کې روان تاوتریخوالی نور هیڅ افغان ته د منلو نه دی او له ښکېلو لوریو غواړي چې هر څه ژر تاوتریخوالی کم او تلپاتی اوربند وکړي.

عبدالله یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې افغان جګړه نظامي حل نه لري خو که چېرته د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه سمه استفاده ونه شي نو له هېواد څخه دفاع ته هم پوره چمتووالی لري.

په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د هيواد په ډېرو سيمو کې تاوتريخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی.

د یاد کمیسیون په خبره، د پکتيا زرمت بازار ته لارې بندې او خلک د کورونو پرېښودو ته اړ شوي، فارياب کې هم وضعيت ترینګلی دی، په غور کې مخابراتي مزي پرې شوي، په ځينو نورو سيمو کې هم وضعيت جنګي دی او خلک له ستونزو او د قرباني کيدو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

دغه کمیسیون ویلي چې د تاوتريخوالي د زياتېدو دغې څپې خورا اندېښمن کړي او له ښکېلو غاړو په کلکه غواړي چې د خلکو سر او مال ساتنې ته پاملرنه وکړي.

یاد کمیسیون دغه راز زیاته کړې چې ښکېل اړخونه دې د عامه تاسيساتو، د خلکو د کورونو د زيانمنېدو او ويجاړيدو باعث نه ګرځي او نړیوال بشرپال حقونه دې په کلکه مراعات کړي.

وروستي مطالب