Advertisements
افغانستان سپورټ

عبدالسمیع فیضي: چي لوبه وګټمه، نو د الله اکبر کلیمه وایمه

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړي عبدالسمیع فیضي تېره شپه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه راغلی وو او د راتلونکي لوبي ترڅنګ ئې ګڼي نوري جالیبي خبري هم وکړې.

عبدالسمیع فیضي وویل، هر کله چي زه لوبه ګټم، نو د افغانستان بیرغ پر اوږو کړم، د شهادت ګوته پورته کړم او د الله اکبر الله اکبر کلیمه وایمه.

عبدالسمیع فیضي زیاته کړه د دې څخه ئې اصلي موخه داده، چي د نورو مذهبونو او دینونو پلویانو ته دا وروښوي، چي اسلام تر ټولو دینونو غوره دین دئ او هیڅوک نسي کولای اسلام او مسلمان مات کړي.

هغه زیاته کړه((زه چي کله لوبه وګټم، نو د افغانستان بیرغ او خپله شهادت ګوته اوچت کړم او د الله اکبر الله اکبر کلیمه په زوره ووایمه)).

عبدالسمیع فیضي له ټولو هیوادوالو څخه مننه وکړه، چي په پراخه کچه د مسئولینو، چارواکو او مینوالو لخوا وستایل سو.

فیضي وویل، چي زه په تیرو ۱۲ کلنو کي د افغانستان لپار په نړیوالو لوبو کي ولوبېدم هیچا نکړم تشویق، خو اوس ټولو ارګانونو، مشرانو او چارواکو په پراخه کچه سره وستایلم.

هغه په دې اړه زیاته کړه((یو ولسمشر نه یم ستایلی، خو نورو ټولو ارګانونو، مشرانو او چارواکو وستایلم، د ولسمشر سره هم ممکن په دا یو څو ورځو کي ووینم او هغه به مي هم له نژدې وستايي، دا ستایل ماته ډېره انرژي راکوي، چي نور هم د افغانستان لپاره بریاوي راوړم)).

عبدالسمیع فیضي د دې ترڅنګ د خپلي راتلونکي لوبي په اړه هم وږغېد.

هغه وویل، چي د راتلونکي لوبي په اړه ئې قراردا ترلاسه کړی او نن به ئې امضاء کړي.

فیضي وویل((زما راتلونکې لوبه د یوه اروپايي نړیوال سازمان WWFC په نوم، چي په څو هیوادونو کي ئې لوبي ترسره کیږي ده، ما د دې لوبي قرارداد ترلاسه کړی، خو تر اوسه مي د لوبي د ځای، د لوبي د کره نېټې او د سیال په اړه معلومات نسته)).

فیضي زیاته کړه، چي ممکن یاده لوبه یوه نیمه میاشت او یا هم دوې میاشتي وروسته ترسره سي، چي سر له ننه به یادي لوبي ته د پوره چمتوالي په موخه تمرینونه پيل کړي.

هغه له ټولو رسنیو څخه وغوښتل، چي راتلونکې لوبه ئې په ژوندۍ بڼه خپره کړي.

عبدالسمیع فیضي څو ورځي مخکي د بل افغان لوبغاړي حسین بخش صفري تر زیاتي هڅوني وروسته له ټولو پښتنو ګیله وکړه.

هغه ویلي وه، چي ما یوه نړیواله لوبه وګټله، هیچا ونه ستایلم او نه مي هم لوبه په ژوندۍ بڼه خپره سوه، خو د حسین بخش صفري یوې کوچنۍ بریا تر ولسمشره نیولې ټولو وستایه.

تر یادي ګیلې وروسته افغان لوبغاړی عبدالسمیع فیضي د ملي امنیت شورا،  مشرانو جرګې، ولسي جرګې او افغانستان بانک په ګډون ګڼو نورو ارګانونو، مسئولینو او ادارو وستایه او د هغه بریاوي ئې د افغانستان لپاره لويي لاسته راوړني وبللې.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.