افغانستان

عبدالسمیع فیضي: د آزادي مبارزې نورو افغان لوبغاړو ټول هیوادوال تېر ایستلي!

د آزادي مبارزې تکړه افغان لوبغاړي عبدالسمیع فیضي پرون یکشنبه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه خپلو خبرو کي وویل، چي د آزادي مبارزې نور افغان لوبغاړي، چي ځانونه افغان اتلان بولي، د واسیطو او پیسو په زور د نړیوالو سیالانو سره لوبي برابروي.

 هغه په ښکاره ډول د کوم افغان لوبغاړي نوم ندی اخیستی، خو د بازمحمد مبارز، احمد ولي هوتک، سیر بهادرزاده او حسین بخش صفري ترڅنګ یو شمېر نور د آزادي مبارزې هغه افغان لوبغاړي دي، چي بیلابیلو وختونو کي د نړیوالو سیالانو سره د آزادي مبارزې لوبي ترسره کوي.

 د آزادي مبارزې افغان لوبغاړي عبدالسمیع فیضي د دې لوبي نور افغان لوبغاړي په دروغو ریکارډ ثبتولو تورن کړل.

عبدالسمیع فیضي زیاته کړه، چي د آزادي مبارزې لویو ـ لویو سازمانونو ورسره د لوبېدو قرارادادونه لاسلیک کړي، چي تر دې دمه د هیڅ افغان لوبغاړي سره ندي لاسلیک سوي.

 هغه وویل((نور لوبغاړي، چي ځانونه د افغانستان اتلان بولي، دوی په دروغو ریکارډونه زیات کړي دي، د پيسو او واسطو په زور د کمزورو نړیوالو لوبغاړو سره سیالۍ برابروي، زه خوشحاله یم، چي له افغانستان لپاره واقعي لوبیږم او هر سازمان کي چي لوبه ترسره کوم هڅه مي دا وي، چي د افغانستان بیرغ رپانده وساتم)).

 ټاکل سوې وه عبدالسمیع فیضي د راتلونکي اپریل میاشتي په ۱۲مه نېټه په ۷۷ کیلو ګرام وزن کي د یوه تکړه اُکرایني لوبغاړي سره لوبه ترسره کړی وای، خو یاده لوبه تر نامعلومي نیټې پوري وځنډول سوه. عبدالسمیع فیضي وویل، چي یاده لوبه د کرونا ویروس له امله وځنډېده او ده ورته کابل کي پوره چمتوالی نیولی وو.

 ښاغلي فیضي زیاته کړه(( ټولو هیوادوالو څخه بخښنه غواړم، چي زما لوبه وځنډول سوه، کله چي مي د لوبي بیا نېټه روښانه سوه، نو زه ان شاالله ورته پوره چمتوالی نیسم او د هیواد لپاره به ښه وځلېږم)).

 عبدالسمیع فیضي څه موده مخکي تکړه بلاروسي سیال ته ماته ورکړه، چي هیڅ چا تشویق نکړ او له هغه وروسته ئې له ټولو پښتنو ګیله وکړه.

 هغه ویلي وه، چي نور لوبغاړي په ډيرو کمزورو لوبو خورا ډېر ستایل کیږي، خو زما لوبه چي د یوه تکړه سیال او په یوه لوی سازمان کي وه، هیچا ونه ستایلم.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ