عبدالحکیم منیب: ملا امامان دي په جماعتونو کي قرائت لنډ تلاوت کړي!

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب پرون سې شنبه کابل کي د ټول هیواد پر ملا امامانو ږغ وکړ، چي په جماعت کي دي قرائت لنډ تلاوت کړي او د هغه ترڅنګ ئې ټولو خلګو ته سپارښتنه وکړه، چي اودس، سنت او نفلونه دي په خپلو کورنو کي وکړي.
هغه ویلي، د ځان ساتني او ټولنه د کرونا ویروس څخه د ساتني په موخه د عامي روغتیا وزرات سپارښتني عملي کول واجب دي.

ښاغلي منیب زیاته کړه((ټول امامان دي د جمعې د لمانځه خطبې مختصري کړي، د پښتو او درسي خطبو څخه فقط او فقط د اګاهي لپاره کار واخیستل سي او نور دي په عربي خطبو تکیه وکړي او په لمانځه کي دي قرائت په مختصر ډول تلاوت کړي.)).

هغه د دې ترڅنګ پر ټولو هیوادوالو ږغ وکړ، چي د ځان ساتني لپاره دي اودسونه، سنتونه او ټول نفلونه په خپلو کورنو کي وکړي.

د سرپرست وزیر په خبره((هر انسان د خپل ځان ساتني لپاره الله ج مکلف کړی دئ، نو په کار داده، چي د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه یو بل ته لاس ورنکړو)).

هغه د دې ترڅنګ پر روغیتا وزرات ږغ وکړ، چي د کرونا ویروس څخه د ښې مخنیوي په موخه دي د هیواد په ټولو مسجدونو کي دوا وپاشي.
ښاغلي منیب پر ټولو هیوادوالو ږغ وکړ، چي د کرونا ویروس څخه د ساتني په موخه دي دعاوي وکړي او د فرضو لمونځونو ترڅنګ دي د تهجد او اشراق لمونځونه وکړي او د نړۍ ټولو انسانانو ته دي د خیر دعا وکړي.
کرونا ویروس د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم په پراخه اندازه ویره خپره کړې او تر دې دمه په افغانستان کي ۲۲ مثبتي پيښي ثبت سوي، چي ۱۳ په هرات، ۳ په سمنګان، دوې په لوګر، دوې په کاپيسا، خو په بادغیس، دایکندي او بلخ ولایتونو کي بیا یوه ـ یوه مثبته پیښه ثبت سوې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي