هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

عایشه ګلالۍ: عمران خان ته دې څوک پښتون نه وايي

 

په ملي اسمبلۍ کي د تحریک انصاف پخوانۍ غړې عایشه ګلالۍ ددغه ډلې په مشر عمران خان شرموونکی تور پوری کړی.

اغلې ګلالۍ ویلي، چې عمران خان ورته سپک او بداخلاقه لیکلي پیغامونه لیږلي.

نوموړې چې د سه شنبې په سهار د یو خبري کنفرانس پر مهال د تحریک انصاف پاکستان ګوند سره خپل پریکون اغلان کړ او ويي وویل:

((دې ګوند سره زما د پریکون او ورڅخه د وتلو یواځینی علت همدا دی، چې دلته ښځې خوندې نه دي او نه هم ړلته ښځو ته احترام شته.))

نوموړې وویل، چې آن له ۲۰۱۳ کال څخه عمران خان دې ته لیکلي سپک پیغامونه لیږي؛ خو دې په اړه چپ وه.

د ګلالۍ په وینا، چې یو پښتون هیڅ کله داسې کار نه کوي، کوم کارونه چې عمران خان کوي.

هغه وايي، چې عمران خان آن په مړې شوې بینظیر بوټو پسې هم بد رد ویلي، چې دا اسلامي او ټولنیزو اصولو خلاف کار دی.

ګلالۍ وايي، چې عامر خان د پاکستان له کلچر او کلتور سره خوښ نه و او تل به يې ویل چې غواړي، غربي کلتور رایج کړي.

د نوموړې په وینا، چې عمران خان په فساد ککړ دی او ورسره پکې د خیبر پښتنخوا وزیراعلی پرویز خټک هم شامل دی.

اغلې ګلالۍ ویلي، چې د عمران خان له لورې ورته ټول لیږي شوي پیغامونه لري، او په خپل وخت به يې له رسنیو سره شریک کړي.

تر اوسه عمران خان د اغلې ګلالۍ د څرګندو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلای.

بل پلو بیا په تحریک کې انصاف کې یو شمیر ښځینه غړو پاکستانیو رسنیو سره په خبرو کې د عایشه ګلالۍ څرګندوې له حده تیری بللی او ویلي دي، چې دوې دغلته په شخصي لحاظ د هیڅ ډول زور زیاتي سره نه دي مخ شوي.

عمران خان د پاکستان پخوانی د کرکټ لوبغاړی و، چې بیا وروسته سیاست ته راغی او اوس د تحریک انصاف ګوند مشر دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */