ظاهرخان جايزه، خو ډهلي لوبه وګټله.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: مدثر دعوت
د ۱۰ اووريز ليګ دويمه لوبه د ډهلي بولز او ډيسکن ګلاډياټورز لوبډلو ترمنځ وه.
د لوبي پچه ډهلي وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړه.
ګلاډياټورز په پوره ۱۰ اوورونو کي ۱۰۳ منډي هدف وټاکی.
IMG 20191116 082639 ظاهرخان جايزه، خو ډهلي لوبه وګټله.
که څه هم محمدشهزاد يوازي ۱۱ منډي وکړې خو شين واټسن ۵۷ او ډسويچ ۲۸ ناسوځيدلي منډي وکړې.
د ډهلي لپاره چميرا يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۱۰۳ منډو هدف لپاره ډهلي ښه پيل ونکړ،ځکه ظاهرخان يې ۳ ويکټي ژر ژر واخيستې.
IMG 20191116 082649 ظاهرخان جايزه، خو ډهلي لوبه وګټله.
خو وروسته ايون مورګن ۵۲ او انجيلا متيوز ۲۲ ناسوځيدلي منډي وکړې او هدف ته يې ځان ورسوی.
د ګلاډياټورز لپاره يوازي ظاهرخان ۳ ويکټي واخيستې.
لوبه ډهلي بولز لوبډلي په ۷ ويکټو وګټله.
که څه هم د ظاهرخان لوبډلي لوبه بايلوله خو د غوره شيبو جايزه ظاهرخان ته ورکړل سوه.
IMG 20191116 083034 ظاهرخان جايزه، خو ډهلي لوبه وګټله.
خو د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه ايون مورګن ته ورکړل سوه.