طالب پلاوی ترکمنستان ته تللی

د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی، چې مشري یې د یادې ډلې سیاسي مرستیال ملا برادر اخند کوي، د ترکمنستان  په رسمي بلنه دې هیواد ته تللی دی.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه پلاوی تېر ماښام ترکمنستان ته رسیدلی دی.
هغه لیکلي: «په دغه سفر کې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ مسائلو، تجارتي اړیکو، سیاسي پرمختګونو او نورو اړوندو موضوعاتو بحث او د نظر تبادله وشي.»
تر دې وړاندې د طالبانو یو پلاوي مسکو ته او له هغې مخکې ایران ته هم سفرونه کړي چې له هغه ځایه یې د افغان حکومت ضد څرګندونو د خلکو غبرګونونه را پارولي دي.
دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي پر طالبانو نیوکه کوي چې د سولې دویم پړاو خبرو رسمي بحث ته نه حاضریږي او په سفرونو یې پیل کړی دی.
ورته مهال د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم تېره ورځ وویل چې طالبان د خبرو په ځای سفرونو ته مخه کړی او د مذاکرو رسمي بحث ته نه حاضریږي.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د طالبانو سفرونو او د موقت حکومت بحثونو را پورته کېدو د خلکو اندېښنې ډېرې کړي او امریکا هم دې وروستیو کې د طالبانو د تړون د بیا ارزولو خبر ورکړی دی.
باید وویل شي چې له تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راپدېخوا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین‌الافغاني خبرو بهیر ځنډېدلی دی، خو د دولت پلاوی بیا وايي چې دوی خبرو ته تیار دي، ولې طالبان ورسره د مذاکراتو مېز ته نه حاضرېږي او د مذاکراتو پر ځای ځینو هېوادونو ته په سفرونو بوخت دي.
طالبان بیا وايي، خبرې درېدلې نه دی، بلکې د دوی پلاوی د مهمو کارونو له پاره ځینو هېوادونو ته سفرونه کوي او دا ځنډ طبعي دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.