طالب مشرانو د سیمې هیوادونو ته سفرونه پیل کړې

تهران ته د ملابرادر له سفر وروسته د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو بل پلاوی پرون د روسيې مرکز مسکو ته رسیدلی دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، د طالبانو پلاوی، د عباس ستانکزي په مشرۍ روسیې ته تللی او هلته یې، د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د ولسمشر مرستیال او د روسیې د بهرنیو چارو وزازت له چارواکو سره کتلي دي.
د نوموړي په خبره په دې لیدنه کې پر افغان سوله خبرې اترې شوې
نعیم وردګ دغه راز ویلي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې په روان وضیعت، د سولې پر پروسې او د دوحې د تړون پر بشپړ تطبیق کېدو خبرې کړي دي.
د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو پلاوی په داسې حال کې روسیې ته سفر کوي چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو یو بل پلاوی، د ملابرادر په مشري ایران ته  تللی و، چې د هغه هېواد له یو شمېر مشرانو سره یې لیده کاته وکړل.
د یادونې ده چې د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس ملا برادر په مشرۍ د دغې ډلې یو پلاوی په ایران کې دی او د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف په ګډون یې له نورو ایراني چارواکو سره کتلي دي.
د چارو ځینې کارپوهان ا و د دولت د پلاوي یو شمېر غړي په دې باور دي چې طالبان د سولې لپاره نیت نه لري، ځکه خو یې په دوحه کې روانې خبرې اترې درولي او د سیمې هېوادونو ته یې سفرونه پیل کړي دي.
دوی د خپلې دې ادعا د ثبوت لپاره وايي، له تیرو یوولسو ورځو راهیسې په دوحه کې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي، چې په ښکاره ډول، سولې ته د طالبانو نه ژمنتیا په ګوته کوي.
طالب پلاوي په داسې مهال د سیمې هیوادونو ته سفر کوي چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډېدو خبر ورکړی شوی دی او ویل کېږي چې په تېرو دوو اونیو کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ هېڅ رسمي ناسته نه ده تر سره شوې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.