طالبان: ۴۰زره کارکوونکو ته د پیسو په ځای د ورځې ۱۰ کیلو غنم ورکوو

طالبانو په کابل کې ۴۰ زره کارکوونکو ته د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام پیل کړو.

په دې پروګرام کې طالب چارواکو ۴۰ زره کارکوونکو ته د کار زمینه برابره کړې، چې د کار کولو په مقابل کې به دوی ته هره ورځ ۱۰ کیلو غنم ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن رسنیو سره په خبرو کې وویل، دغه کارکوونکي به په ولسوالیو کې د اوبو مدیریت او پراختیایي پروژو برخه کې کار کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه پروګرام د کلیو پراختیا وزارت، د اوبو او برېښنا وزارت او کرنې وزارت په ګډې همکارۍ جوړ شوی دی.

طالبان وایي، چې دغه پروګرام به تر دوو میاشتو دوام وکړي او ډېر ژر به یې لړۍ په ولایتونو کې هم پیل شي.

د یادونې ده چې د طالبانو دغه اقدام په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

د ټولنیزو رسنیو فعال او د تېر جمهوري نظام یو مامور نظیم سمون په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “غنم د کار په بدل کې په یو هېواد کې د شدیدې لوږې “Extreme Hunger” په حالاتو کې یو ډېر ابتدایي اقدام دی چې د بشري مرستو ادارې یې ترسره کوي. په اوسني عصر کې چې د انسانانو معیشتي اړتیاوې د ۳۰۰ کاله پخوا په څېر یوازې تر غلې- دانې پورې محدود نه دي، ډېره او ډېره ستونزمنه ده چې یوه کورنۍ دې ځان په غنمو وچلوي. غنم به پیدا شي؛ خو چې غوړي، بوره، سون توکي او نور لومړني توکي نه وي، څنګه ممکنه ده چې یو څوک دې ځان ته درې وخته خواړه برابر کړای شي؟”

د ټولنېزو رسنیو بل کارکوونکي بهیج عثماني لیکلي:” ملگري ملتونه دې خير يوسي د لوږې د مخنيوي لپاره يې د خوړو په مقابل کې د کار پروگرام پيل کړی دی. که نه دا نور خو له “وظيفه راوړئ خدا مو وبښه” ورهخوا په بل څه نه پوهېږي. يوازې دې ته ناست دي چې د نورو له مرسته شويو غنمو او غوړيو سره جگه شمله او کوږ ورمېږ انځور واخلي.
ما خو مخکې له مخکې درته ويلي ول چې بشري مرستې څه خېل وي. اوس مو گوندې سر خلاص شوی وي. په نس مزدوري ده.”

About عاقله اسد 950 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله