طالبان: که د کابل هوایي ډګر د ترکیي پوځ ته وسپارل شو، جهاد پرې پیلوو

طالبانو پرون سې شنبه خبرداری ورکړ که ترکیه په افغانستان کې خپل د شتون موده وغځوي، نو دوی به ترکي عسکرو ته د “اشغالگرو” په سترګه وګوري او په ضد به یې “جهاد” وکړي.

طالبانو پخپل یو تازه بیان کې ویلي: “زمونږ په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل هغه که د هر هېود او تر هر نامه لاندې چې وي، اشغال دی”.

طالبانو زیاته کړې: “د اشغال دوام به د ترکيې د چارواکو په اړه زمونږ په هېواد کې کرکه او د دښمني احساس راوپاروي او دا به د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان ورسوي.”

طالبان داسې مهال دا خبرداری ورکوي، چې امریکا له ترکیې هېواد غوښتي وه چې له افغانستانه د ټولو امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو نه وروسته، د کابل نړېوال هوایي ډګر د ساتنې مسولیت دې په غاړه واخلي.

د یادونې ده چې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ وویل، د واشنګټن سره یې په دې توافق شوی چې د کابل هوایي ډګر ساتنه او تنظیم په کومه اندازه وشي، مګر اردوغان په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.

طالبانو د ترکيې او امریکا دا معامله له رنګ ډکه بللې او د ترکيې نه یې غوښتي چې پر خپلې پریکړې دې له سره کتنه وکړي.

هیره دې نه وي چې د تېرې دوشنبې ورځ د ترکيې کابینې غونډه وشوه، د هغې غونډې نه وروسته د ترکيې دفاع وزیر حلوسي آکار خبریالانو ته وویل چې ترکیې د کابل هوایي ډګر د ساتنې په برخه کې له امریکایانو سره په ځینو ټکو باندې موافقه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې خبرې لا روانې دي چې پوره موافقه ترلاسه شي.

آکار خبریالانو ته وویل: «که چېرته د کابل هوایي ډګر د ساتنې مسولیت ورنکړل شي، نو بیا به ټول هېوادونه مجبور وي چې له هغه ځایه خپلې سفارتي نمایندګۍ راوباسي.»

په دې وروستیو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ګڼ شمېر ولسوالۍ لاس په لاس شوي چې ډېری طالبانو او افغان سرتېرو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

افغان حکومتي چارواکو ژمنه کړې ده چې د طالبانو په وړاندې به د لویو ښارونو دفاع کوي.

حکومت دا هم ویلي، چې عسکرو یې په دې وروستیو ورځو کې سلګونه طالبان وژلي دي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ