طالبان: که بهرنیان خپل حضور ته ادامه ورکوي پر وړاندې یې جګړه کوو

طالبانو یو ځل بیا ویلي چې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.

د طالبانو یوه ویاند او د قطر دفتر غړي سهیل شاهین په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د هېڅ بهرني نظامي حضور نه مني او د دیپلوماتیکو اداراتو له غړو او ملکي بهرنیانو سره هېڅ راز ستونزه نه لري.

هغه د وروستیو جګړو په اړه ویلي چې دوی د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي خو د بهرنیانو حضور هم ورته د منلو نه دی.

هغه د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام په صورت کې د جګړو د پراختیا خبرداری هم ورکړی دی.

سهیل شاهین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو په بېلو ولایتونو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي او هڅه کوي د خپل نفوذ سیمې پراخې کړي.

خو افغان حکومت بیا وایي چې د ولسوالیو سقوط او د سیمو نیول موقتي دي او بېرته یې له طالبانو نیسي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبان نه شي کولی په افغانستان واکمن شي او نه هم یاده ډله د حکومت کولو وړتیا لري.

صالح څرګنده کړې چې دوی اوسمهال د یووالي لپاره یو لوی فرصت ګوري ځکه چې په خبره یې، د هېواد د هرې سیمې خلکو خپلو ځایونو ته د افغان ملي اردو او کمانډویانو د ورتګ غوښتنه کړې ده.

بلخوا د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود بیا وایي چې افغان حکومت په یوازې ځان نه شي کولی د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت کنټرول کړي.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغان حکومت باید ژر تر ژره د سیاسي او پوځي مشرانو یوه بېړنۍ شورا جوړه کړي.

هغه زیاته کړې چې یادې شورا ته باید پوره صلاحیتونه ورکړل شي څو له حکومت سره اړینه همکاري وکړي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه دي چې طالبانو په دې وروستیو کې د ۱۴۳ ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.