طالبان: په ټاکنو باور نه لرو، ګډون په کې نه کوو

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو برخلیک په بهر کې ټاکل شوی او ولس نور په دغه شان ټاکنو باور نه کوي.

د هغه په وینا، افغانان په هغو پروسو کې نور ګډون نه کوي چې د شخصي او ګوندي ګټو د خوندیتوب لپاره ترسره کېږي.

نعیم زیاته کړې، هغه ټاکنې چې د ۳۵ میلیونه خلکو له ډلې یواځې ۸۰۰ زره خلک ګډون پکې وکړي، ولس ته د منلو نه دي او ګډون نه پکې کوي.

نوموړي ویلي چې د ستونزو د حل لپاره له ټاکنو پرته نورې لارې چارې هم شته چې باید استفاده ورڅخه وشي.

په ورته وخت کې امریکا ویلي چې له افغانانو څخه ملاتړ ته دوام ورکوو او طالبان هوکړې ته ژمن ساتو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، د مې میاشتې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو بهیر پیلوو او د سپټمبر میاشتې له یوولسمې نېټې وړاندې دغه بهیر پای ته رسوو.

هغه له افغانستان سره د امریکا پر مرستو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې طالبان به هم شوې هوکړې ته ژمن وساتي.

نوموړي ویلي، افغانستان کې د القاعدې ډلې ګواښ ختم شوی، موږ خپل هدف ترلاسه کړی او د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن مو وژلی دی.

بلېنکن ټینګار کړی چې امریکا او ناټو به د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې بې پروايي ونکړي او پر وړاندې به یې هوښیار او محتاط پاتې شي.

وروستي مطالب