مارچ 4, 2021

امریکا ته د طالبانو لیک: موږ افغانان خپلو کې سره جوړېږو، ستاسو پاتې کېدل ضرور نه دي

طالبانو امریکایي ولس ته د یو پرانیستي لیک په ترڅ کې ویلي، دا د هر ولس هیله ده چې د خپلو اصولو او ارزښتونو له مخې، د هر ډول ګواښ، یرغل او ویرې پرته ژوند وکړي.

په لیک کې وړاندې راغلي، چې تېر نولس کلن جریان ثابته کړه چې د افغانستان موضوع د زور او ځواک د استعمال، او پوځي ستراتيژیو او جنرالانو د بدلون په وسیله نه حل کېږي.

لیک وړاندې کاږي، دې جګړې نه یوازې افغانان له بحران سره مخ کړي بلکې امریکا ته یې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

طالبانو ادعا کړې ده چې دوی مذاکرات د ټولو اصولو مطابق مخته وړي دي او غوښتنه یې دا ده چې امریکایي او ټول بهرني سرتېري باید له افغانستان څخه ووځي.

طالبانو ډاډ څرګند کړی دی چې افغانان په خپل منځ کې دایمي سولې او امنیت ته د بین الافغاني تفاهم له لارې رسېدلی شي.

طالبان داسې مهال امریکا ته لیک لیږي چې نن د ناټو عمومي منشي د ناټو ددفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته ویلي، دوی اجازه نه ورکوي چې افغانستان شل کاله مخکې وضعیت ته ستون شي.

د سټولټنبرګ په خبره د ناټو ملګري ټول په یوه خوله دي چې په افغانستان کې به د شرایطو تر سمېدو پورې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکوي.

هغه ټینګار کړی چې د سولې له هوکړې ملاتړ کوي خو ددې هوکړې تر ټولو مهمه غوښتنه د جګړو پای ته رسول او تاوتریخوالی کمول دي چې طالبان یې باید عملي کړي.

ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي او ناټو سرتېري به هم تر هغه له دې هېواد نه وځي چې د ترهګرۍ خطرونه ختم شوي نه وي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي