اپریل 14, 2021

طالبان: له امریکا سره خپلو تعهداتو ته ژمن یوو او عملي کوو یې

Advertisements

طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د سولې موافقت نامه اوس هم ښه لوري ته روانه ده.

دوی نن له امریکا سره د تیر ۱۳۹۸هـ کال د حوت په لسمه نیټه، د لاسلیک شوې هوکړې د یو کال پوره کیدو په مناسبت اعلامیه خپره کړې ده.

طالبانو اعلامیه زیاته کړې، موږ سره تېر کال توافقنامه کې امریکا ژمنه وکړه چې ټول بهرني سرتېري به له افغانستانه باسي چې تر اوسه روانه ده او هیله یې لري چې عملي شي.
طالبانو همدا راز ویلي، د قطر هیواد، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نور هیوادونه چې د توافقنامې په مراسمو کې یې ګډون درلود، دوی مسوولیت لري چې دا هوکړه عملي کړي او د بریا لپاره یې لا زیاتې هڅې پکې وکړي.

د طالبانو په خبره، موږ امریکا ته ډاډ ورکوو چې تعهداتو ته ژمنتیا لرو او د عملي کولو لپاره یې هر ډول هڅې کوو.

طالبانو ویلي د تاوتریخوالي په برخه کې یې د پام وړ کموالی راوستی دی، خو په وینا یې امریکا دې هم په خپلو ژمنو عمل وکړي او پاتې سرتېري دې هم له افغانستان څخه په خپل وخت وباسي.

د هغوې په وینا، د پاتې بندیانو خوشې کول او له تور لیستونو د طالب مشرانو د نومونو ایستل تر اوسه نه دي عملي شوي.

طالبان داسې مهال ددغه هوکړې عملي کولو ته ځانونه ژمن بولي، چې امریکا او افغان حکومت ددوی پر خلاف ادعا کوي چې دغه ډله هوکړې ته ژمنه نه ده او د جګړې د کمولو پر ځای یې جګړې شدیدې کړې او پراخې کړې دي.

افغان حکومت همدا راز وایي چې طالبان ډېر وخت په دوحه کې د خبرو مېز ته هم نه حاضرېږي، نو له همدې امله امریکا باید پر دغه هوکړه بیا کتنه وکړي.

د یادونې ده چې د متحده ایالاتو او طالبانو د سولې موافقې یو کال پوره کېدو وروسته د دواړو لوریو ترمنځ دوه ژمنې عملي شوې چې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان ازاد شول او امریکا په طالبانو بریدونه ودرول.

د امریکا د نوې ادارې له راتلو سره سم یې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوی د طالبانو سره پر هوکړه بیا کتنه کوي چې څه ډول ترسره شوې ده. تر اوسه معلومه نه ده چې ایا د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې اداره به د ټرمپ په مشرۍ شوې هوکړه عملي کړي که نه دوی به یې لغوه یا هم خپلې کموونې او زیاتوونې ولري.

د امریکايي چارواکو له وروستیو څرګندونو ښکاري چې د جوبایډن اداره له دې هوکړې خوښه نه بریښي، نو له همدې امله یې ویلي چې په دقت به مخته لاړ شي.

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ