طالبان: د جګړې ډګر کې بریالي یو، نږدې ورځو کې د سولې طرحه افغان حکومت ته سپارو

طالبانو په دې وروستیو کې جګړو ته زور ورکړی دی چې په پایله کې یې تر سلو د ډېرو ولسوالیو د نیولو ادعا هم کوي.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې که څه هم دوی د جګړې په ډګر کې برلاسي دي خو ډېر ژر به د سولې یوه لیکلې طرحه افغان حکومت ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړې چې دا طرحه به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او افغان حکومت ته وسپاري.

بلخوا د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د طالبانو د پرلپسې بریدونو له امله لسګونه زره کورنۍ لویو ښارونو ته راکډه شوې دي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو له امله سلګونه زره کورنۍ ښارونو ته راغلې دي چې ځینو یې د خپلو خپلوانو په کورونو کې اړولي او ځینې نور یې سرپناه نه لري او تر خیمو لاندې ډېر ابتدایي ژوند تېروي.

صالح له بې ځایه شویو سره د خپل وس مرستې ژمنه هم کړې ده.

د یادونې ده چې ګارډین ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو وتلو ته په اشارې ویلي چې امریکا په دغه هېواد کې په میلیاردونو ډالر په یوې بې مانا او بې پایه جګړې ولګول خو هیڅ لاسته راوړنه نه لري.

ورځپاڼې زیاته کړې، ډېری هغه نظامیان چې په افغانستان کې یې ماموریت تر سره کړی دی وایي، چې افغانستان ته د امریکایي پوځیانو د تګ لومړی هدف د اسامه بن لادن پیدا کول او له منځه وړل و چې هغه تر لاسه شو خو د دوی په وینا؛ په دغه هېواد کې د امریکا ماموریت په ابدي جګړه بدل شوی و.

هغوی له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو پر وتلو خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې په دغه هېواد کې پر ماموریت بوختو سرتېرو ته یې کورنۍ په تمه دي او هیله لري چې هغوی ژر روغ رمټ خپلو کورونو ته راستانه شي.

د ویلو ده چې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو لړۍ پای ته په رسېدو ده او دغه هېواد څو ورځې وړاندې په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارله.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ