طالبان: د امریکا د خزانې وزارت وروستی راپور بیخي غلط دی

طالبانو د امریکا د خزانې وزارت وروستی راپور په کلکه رد کړی دی.
د طالبانو له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی هغه راپورونه ردوي چې ګوندې د القاعده ډلې غړي لا هم په افغانستان کې دي او ګویا لا فعاله شوي دي.
راپور زیاتوي، وروسته تر هغه چې په افغانستان کې جګړو زور واخیست په عربي هېوادونو کې هم مهم بدلونونه راغلل نو د القاعده ډلې غړي چې په افغانستان کې اوسېدل بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
راپور کې ټینګار شوی دی چې اوسمهال د القاعده ډلې هیڅ غړی په افغانستان کې نشته دی.
طالبانو دغه راز د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړې پر ساتنه ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی د دوحې هوکړې ټولو مواردو ته ژمن دي او هیچا ته به د امریکا او د هغوی د متحدینو پر ضد د افغان خاورې کارول کېدو اجازه ورنه کړي.
د یادونې ده چې د امریکا د خزانې وزارت ویلي، د حقاني شبکې مشرانو د القاعدې په مالي مرسته د یوې نوې وسله‌والې ډلې پر جوړېدو خبرې کړې دي، او په خبره یې طالبان لا هم له القاعدې سره اړیکه لري او دغه شبکه د پیاوړتیا په حال کې ده.
د ترهګرۍ د مالي تامین په اړه د امریکا د خزانې د وزارت د ۲۰۲۰ کال راپورونو کې راغلي، طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکي لري.
په دغه راپور کې راغلي، القاعده شبکه د خپلو روزونکو او سلاکارانو له لارې له طالبانو سره مشورې، لارښوونو او مالي ملاتړ برخه کې مرسته کوي او په دې توګه بیا هغوی له طالبانو سره د اړیکو لرلو ګټه پورته کوي.
د لانګ وار ژورنال په دې راپور کې راغلي، طالبان له القاعده سره د اړیکو په اړه دروغ وایي، او ان دا چې طالبان له دې هم انکار کوي چې القاعده شبکه دې افغانستان کې حضور ولري.
د امریکا د خزانې وزارت دا هم ویلي، چې د حقاني شبکې مشران د القاعده په همکارۍ او مالي ملاتړ د یوې بلې وسله‌والې ډلې په جوړېدو هم غږېدلي.
دغه راز افغان حکومت هم ویلی، چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري له هغوی پیسې اخلي او په مالي ملاتړ یې جګړه کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




قیس احمد د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالیو ته واخیستل شو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

قیس احمد د انګلستان په کورني لیګ «Vitality Blast» سیالیو کې ګډنوالې لوبډلې کینټ واخیست او ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې به افغان لوبغاړی قیس احمد د یادې لوبډلې سره ولوبیږي. کینټ لوبډلې پر ... نور ولولئ